د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

له تېرې اوونۍ راهیسې د ارګ او جمعیت ګوند پیل شوې مذاکرې څه نتیجه لري؟


د جمعیت‎اسلامي ګوند یوه باوري سرچینه تأییدوي چې پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۷» د افغانستان د جمهوري ریاست او جمعیت اسلامي ترمنځ خبرې شوې دي.

په پرونیو خبرو کې ښکېلې سرچینې د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له تېرې اوونۍ دا پیل شوې مذاکرې څه نتیجه لري؟ وویل، له دې چې خبرې روانې دي، د جزئیاتو د افشا کولو اجازه نه‎ده ورکړل شوې.

تر دې مخکې د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ د دوو مخکېنیو دورو د خبرو تأیید د جمعیت ګوند یوې سرچینې ازادي راډیو ته کړی و.

اخوا یوې کورنۍ رسنۍ طلوع‌نیوز په تازه راپور کې د افغان حکومت او جمعیت‎اسلامي ګوند د پرونیو خبرو د ګډون‎والو نومونه خپاره کړي دي.

عطا محمد نور، د جمعیت ګوند په خوښه به په راتلونکي کې ولسمشرۍ ته کاندید شي.

د راپور پر اساس د بهرنیو چارو وزیر او د جمعیت ګوند رئیس صلاح‌الدین رباني، عبدالستار مراد، محي‌الدین مهدي او نور الرحمان اخلاقي د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د ولسمشر د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي د حکومت په استازیتوب په دې خبرو کې برخه اخیستې وه.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د جمعیت ګوند حکومت ته ۱۱ ماده‎ییز وړاندیز سپارلی چې په‎کې د اساسي قانون لویه جرګه، د توشېح شوي قانون پر اساس د الکترونیکي تذکرو وېش، د نظام بدلون، په حکومت کې د جمعیت ونډه او د حکومت تر پایه د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور پاتې کېدل غوښتل شوي دي.

ارګ ماڼۍ خپل پخوانی دریځ چې هماغه د بلخ له ولایته د عطا محمد نور د استعفا منظوري وه، بیا تکراروي او په پرونیو خبرو څه نه‌وايي.

اخوا په خپله عطا محمد نور روېټرز خبري اژانس ته په یوه تازه مرکه کې چې پرون خپره شوې، یو ځل بیا د حکومت په وروستیو پرېکړو ناخوښي وښوده او دا یې هم وویل چې د جمعیت اسلامي ګوند په خوښه به په راتلونکي کې ولسمشرۍ ته کاندید شي.

عطا محمد نور
عطا محمد نور

دی وايي:

"جرم مې څه دی چې توطئه راته جوړېږي؟ زما جرم دا دی چې له ترورېزم سره مې جنګ کړی او له غرب سره متحد پاتې شوی یم. جمعیت یو موټی دی او پاتې به شي، خو په عبدالله عبدالله به نور هېڅکله اعتماد ونه‎کړي. که د جمعیت اسلامي رئیس او متحدین دا مسؤلیت زما په غاړه کړي، حتماً به په راتلونکي کې کاندید شم."

د جمعیت اسلامي رهبري شورا وروسته له هغه په حکومت کې د خپلې ونډې په معلومولو ټینګار وکړ چې کابو درې اوونۍ مخکې افغان ولسمشر د بلخ د پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور استعفا ومنله.

د عطا محمد نور پر ځای د جمعیت اسلامي ګوند یو بل غړی انجنیر محمد داوود د بلخ والي وټاکل شو او وايي چې د ارګ له فرمان سره سم به بلخ ته ولاړ شي.

خو د بلخ پخوانی والي وايي، د غوښتنو د نه‌منل کېدو په صورت کې د بلخ ولایت چا ته نه‌پرېږدي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG