د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د سیمه‌ییزو ارګانونو اداره: د نور خبرې شخصي څرګندونې دي


د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، حکومت ټول قانوني امکانات د بلخ د نوي والي انجنیر محمد داوود په واک کې ورکړي، څو خپل کار پیل کړي.

څو ساعته وروسته له هغې چې عطا محمد نور په مزار شریف کې د خپلو پلویانو په غونډه کې یو شمېر دولتي بنسټونه د بلخ ولایت په ناامنه کولو تورن کړل، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاغلي نور دغه څرګندونې د نوموړي شخصي نظر وباله.

د دغې ادارې ویاندې منیرې یوسف‌زاده د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، هر حرکت چې د هر چا له‌خوا وي او د افغانستان ملي ګټې په خطر کې واچوي، د حکومت له غبرګون سره به مخامخ شي.

اغلې یوسف‌زاده وايي، ټول هغه قانوني امکانات چې د یوه والي په واک کې ورکول کېږي، د بلخ نوي والي انجنیر داوود ته هم ورکړل شوي دي.

منیره یوسف‌زاده زیاتوي، د والي په صفت د عطا محمد نور ټول فعالیتونه غیر قانوني دي او رسمیت نه‌لري.

منیره یوسف زاده
منیره یوسف زاده

نوموړې زیاته کړه:

"جناب استاد عطا د بلخ پخوانی والي دی، د هغه څرګندونې د نوموړي شخصي نظر دی. د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د حکومت له نظره انجنیر محمد داوود د بلخ رسمي والي دی. حکومت او د سيمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره به ټول هغه قانوني امکانات چې یو والي ته په واک کی یې ورکوي، انجنیر داوود ته ورکړي، څو نوموړی وتوانېږي خپل کارونه مخکې یوسي."

د اغلې یوسف‌زاده په خبره، تر هغې چې د بلخ نوی والي معرفي کېږي او خپل کار پيلوي، د بلخ د والي مرستیال به د ټولو دفتري ادارو څارنه کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې، عطا محمد نور د سې شنبې په ورځ په مزار شریف ښار کې خپلو یو شمېر پلویانو ته په غونډه کې ادعا وکړه چې د ملي امنیت شورا د وزیر اکبر خان ۱۵م سړک په درېیمه کوڅه کې د هغه په خبره یو شمېر ولګردو کسانو ته وسلې وېشي چې بلخ نا امنه کړي.

نوموړي ګواښ وکړ چې دغه وسله‌وال کسان که چېری مزار شریف ته ورشي، نو له هر ډول مشورې پرته به‌یې وځپي.

ښاغلي نور د والي په صفت د خپل کار د دوام په اړه وویل، تر اوسه هم د ملي وحدت حکومت او جمعیت اسلامي ګوند خبرو ته منتظر دی او تر هغه وخته به خپل کار ته دوام ورکوي.

تېره اوونۍ وروسته له هغې چې د ارګ له لوري د عطا محمد نور استعفا ومنل شوه، اجرائیه رئیس وویل چې له دغې استعفا سره د جمعیت ګوند رهبرۍ توافق کړی، خو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ عطا محمد نور خپل کاري دفتر ته ولاړ او ویې‌ویل، که حکومت او جمعیت ګوند توافق ته سره ونه‌رسېږي، د ملي وحدت د حکومت د عمر تر پایه به د بلخ والي وي.

دا چې د جمعیت او حکومت ترمنځ خبرې پیل شوي که نه؟ څه نه‌وايي، خو ټینګار کوي چې د بلخ د والي په اړه د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ویاندې څرګندونې دوی ته رسمیت نه‌لري.

ذبیح فطرت
ذبیح فطرت

د جمعیت ګوند ویاند ذبیح‌الله فطرت ازادي راډیو ته وویل:

"دغه څرګندونې په هغې پورې اړه لري، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره زموږ مقابل طرف نه‌دی. تر هغې چې له ارګ سره زموږ موضوع حل نه‌شي، دغه اداره موږ ته رسمیت نه‌لري."

د دوشنبې په ورځ دوو معتبرو حکومتي سرچینو چې ویې نه‌غوښتل نومونه‌یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، حکومت د بلخ د نوي والي په توګه د انجنیر داوود معرفي کېدو ته ژمن دی.

یادو سرچینو ویلي چې د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور کارونه غیر قانوني دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG