د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

کارپوهان: پر پاکستان د امریکا د مرستو بندول به دغه هېواد چین ته لا نږدې کړي


پر پاکستان د امریکا د په سلګونه میلیونه ډالرو مرستې بندولو ته په پام سره د چارو یو شمېر کارپوهان وایي، د واشنګټن دغه دریځ به پاکستان خپل نږدې ملګري چین ته لا ډېر ورنږدې کړي.

له چین سره د پاکستان دوستۍ ته په پام سره د واشنګټن د میلیاردونو ډالرو پوځي مرستې بندېدل به پر پاکستان دومره اغېز ونه‌کړي او نه به‌یې هم اقتصاد ته ډېر زیان ورسوي.

د چارو یو شمېر کارپوهانو فرانس پرس خبري اژانس ته د دې خبرې تر څنګ دا هم ویلي چې که امریکا پر پاکستان د فشارونو د زیاتوالي لپاره نورو لارو ته مخه کړي ښایي اغېز یې زیات وي.

دې ته په پام سره چې اسلام‌اباد د ترهګرو او سخت دریځو ډلو په وړاندې د کافي اقداماتو په نه‌کولو ګرم دی، د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې تېره اوونۍ د هغې مرستې د ځنډولو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ائتلاف د ملاتړ صندوق هم په‌کې شامل دی.

ټرمپ د نوي کال په ورځ د ټویټر له لارې وویل، دوی «پاکستان» هغو ترهګرو ته امن ځای ورکوي چې موږ یې په افغانستان کې تعقیبوو، دومره مرسته‌یې نه‌ده کړې، نور بس ده.

یوه امریکایي چارواکي دې اژانس ته ویلي چې د تجهیزاتو او مالي مرستو ټوله اندازه تر دوو میلیارده ډالرو پورې رسېږي.

خو په اسلام‌اباد کې مېشت یو ډیپلومات وایي، د مرستې بندېدل به په لنډ او منځ مهال کې ډېر منفي اغېز ونه‌لري ځکه له پاکستان سره د امریکا مرسته په وروستیو کلونو کې ډېره کمه شوې، د دې هېواد اقتصاد ښه شوی او بل پیکېنګ ته هم ډېر ورنږدې دی.

دغه ډیپلومات چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی ویلي، د پاکستان اقتصاد ته په پام سره نړیواله مرسته دومره زیاته نه‌ده.

د پاکستان د مالیې پخوانی وزیر حافظ پاشا وایي، پر افغانستان د امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال له حملې وروسته له پاکستان سره د امریکا کلنۍ مرسته پرله‌پسې زیاته شوه چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې تر ۴ میلیارده ډالرو پورې رسېده.

خو له هغې راهیسې دغه مرسته ډېره کمه شوې او تېر کال‌یې اندازه شااوخوا ۷۵۰ میلیونه ډالره وه.

اسلام اباد
اسلام اباد

د هغه په وینا د پاکستان اقتصاد ته په پام سره دا دومره مرسته نه‌ده.

خو په واشنګټن کې یو شمېر امریکایي چارواکو د ځینو نورو لارو یادونه هم کړې چې امریکا کولای شي له هغو پر پاکستان د فشارونو د ډېرېدو لپاره کار واخلي.

یو یې هم نړیوال وجهي صندوق «IMF» دی چې مرکزي دفتر یې په امریکا کې دی او واشنګټن‌یې هم یو لوی مالي تمویلوونکی دی.

د پاکستان د چارو کارپوه رحیم‌الله یوسفزی وایي، د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا سربېره واشنګټن په غیر مستقیم ډول له دې مؤسسې، نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک څخه پر پاکستان د فشارونو د زیاتوالي لپاره کار اخیستلی شي.

د فرانس پرس په لیکنه د پاکستان اقتصاد هم تر ډېره د همدغو نړیوالو مالي مؤسسو په مرستو پورې تړلی دی.

نړیوال وجهي صندوق.
نړیوال وجهي صندوق.

«IMF» مخکې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې پاکستان ته د ۱۱ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه ډالرو پور ورکړی و چې د خپلو لګښتونو د تعادل ستونزې پرې هوارې کړي.

دې مؤسسې د دوهم ځل لپاره په ۲۰۱۳ میلادي کال کې شپږ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه ډالر پور اسلام‌آباد ته ورکړ.

اشفق حسن چې د پاکستان له اقتصادي مشورتي شورا سره د یوه اقتصاد پوه په توګه کار کوي هم له دې سره موافق دی چې پاکستان د متحده ایالاتو ملاتړ ته اړتیا لري ځکه دا هېواد د دغو نړیوالو سترو مالي مؤسسو لوی تمویلوونکی دی.

دی وایي، «IMF» په ۱۹۹۸ میلادي کال کې پاکستان ۲۰ میلیونه ډالره جریمه کړ او دا هغه وخت و چې د اټمي ازموینو په خاطر دې هېواد ته کرډېټ ورکول ځنډول شوی و.

خو پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې له حملو څو اوونۍ وروسته نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې له امریکا سره درېدلی و، ۱۳۵ میلیونه ډالر ازاد کړل.

د امریکا دغه سخت دریځ ته په پام سره پاکستاني چارواکو په خپلو څرګندونو کې داسې ښودلې چې یو بل د اوږدې مودې ټینګ ملګری چې چین دی، لري.

پاکستانی سناتور مشاهد حسین سعید وایي، که امریکا زور ویلو، فشارونو او ګواښونو ته دوام ورکړي موږ بل نږدې دوست چین لرو، خو اساسي پوښتنه دا ده چې پیکېنګ به چې په پاکستان کې پرل ارو او نورو بنسټیزو پروژو شااوخوا ۶۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي او هم له دې اندېښنه لري چې سخت دریځي یې پولو ته نږدې دي، دې ته زړه ښه کړي چې د دې ټینګ ملګري لاسنیوی وکړي؟

XS
SM
MD
LG