د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

پاکستان څه وکړي چې امریکا ورسره سلګونه میلیونه ډالره مرستې بیا پیل کړي؟


د امریکا دفاع وزارت وایي، متحده ایالاتو پاکستان ته ویلي که غواړي چې واشنګټن د امنیتي مرستو په ترڅ کې ورسره په سلګونه میلیونه ډالرو مرستې بیا پیل کړي، باید څه وکړي؟

د دفاع وزارت ویاند ډګروال رابرټ منینګ د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې زموږ غوښتنې ډېرې واضح دي.

د طالبانو او حقاني شبکې مشرتابه او د حملو پلانوونکي باید نور امن ځایونه ونه‎لري او نه هم د پاکستان له خاورې فعالیت وکړي.

تېره اوونۍ ولسمشر ډونالد ټرمپ له پاکستان سره د ائتلاف د ملاتړ د مالي صندوق په چوکاټ کې ۹۰۰ میلیونه ډالره مرسته بنده کړه او ویې‌ویل چې پاکستان د افغان طالبانو او حقاني شبکې د په نښه کولو لپاره کافي اقدامات نه‎دي کړي.

د ائتلاف د ملاتړ مالي صندوق له پاکستان سره د ترهګرۍ په وړاندې عملیاتو سره مالي مرسته کوي.

دغه‌راز له پاکستان سره بله مسئله د نږدې یو میلیارډ ډالرو په ارزښت د امریکا د پوځي وسایلو او تجهیزاتو مسئله ده چې دې هېواد ته اجازه ورکوي چې خپله پوځي ټکنالوژي پرمختللې کړي.

  • د امریکا د دفاع وزارت ویاند وویل، متحده ایالاتو پاکستان ته دا خبره واضح کړې چې کوم مشخص اقدامات باید وکړي او کولای یې شي؟

منینګ زیاته کړه، موږ دې ته اماده یو چې له پاکستان سره د ترهګرو ډلو په وړاندې له توپیر پرته کار وکړو.

موږ به په دې اړه په خصوصي توګه هم د پاکستان له حکومت سره خبرو ته دوام ورکړو.

  • د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې د پنټاګون چارواکي دا مسئله څاري چې ایا اسلام‎اباد به په عکس‌العمل کې د کراچۍ له بندره پر امریکا افغانستان کې خپلو پوځیانو ته اکمالاتي لار وتړي او کنه؟

د پنټاګون ویاند وویل، تر اوسه پورې یې کومه نښه نه‎ده لیدلې چې پاکستان دې ګواکې دغې لارې ته مخه کړي.

ښاغلي منینګ دا هم وویل چې په اوس وخت کې د مرستو بندېدل دایمي نه‎دي او نه‎هم هغه نورو برخو ته ځانګړي شوي دي.

پر اسلام‎اباد د واشنګټن د فشارونو په ترڅ کې د پاکستان یوې محکمې د امریکا ضد هغه مذهبي مشر خوشې کړی چې له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته یو وخت له په زرګونه رضاکارانو سره افغانستان ته تللی و چې د طالبانو په خوا کې د امریکا پر ضد وجنګېږي.

دغه مذهبي مشر صوفي محمد نومېږي چې مدافع وکیل‌یې ویلي چې د روغتیایي دلایلو له امله د هغه د خوشې کېدو حکم شوی دی.

محمد چې د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل‌الله خسر هم دی، له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې بندي دی.

امریکایي چارواکي په دې باور دي چې د پاکستان د اسخباراتو مرکزي ادارې او د پوځ نورو ادارو د ایډیالوژۍ له مخې د طالبانو پوځي او مالي ملاتړ کړی او هم‌یې په افغانستان کې د خپل رقیب هند د نفوذ د زیاتېدو د مخنیوي هڅه کړې ده.

اسلام‎اباد دغه تورونه ردوي او خبرداری یې ورکړی چې د ولسمشر ټرمپ پرېکړه به برعکس نتیجه ورکړي.

XS
SM
MD
LG