د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي امریکا سره هېڅ ډول اتحاد نه‎لري


یو شمېر نړیوالو خپرونو له پاکستان سره د امریکا د مرستو تر ځنډ وروسته د پاکستان د غبرګون، د امریکا د دغه کار د احتمالي اغېز او د سوریې په جګړه کې د افغانانو په وژل کېدو مطالب لیکلي دي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په حواله په یوه مقاله کې لیکلي:

"موږ د امریکا متحده ایالاتو سره هېڅ ډول اتحاد نه‎لرو، متحدین دا ډول چلند نه‎کوي."

اصف دا خبره د جمعې په ورځ په یوه مرکه کې وکړه.

ورځپاڼې د خواجه اصف په حواله دا هم لیکلي چې پاکستان په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د امریکا له کمپاین سره په یوځای کېدو لویه تېروتنه وکړه.

  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز هم په یوه مطلب کې لیکلي چې د پاکستان امنیتي ادارې له امریکا مرستې ترلاسه کوي او ورسره جوخت طالبانو او هغو ترورېستي ډلو ته پناه ورکوي چې له امریکا، متحدینو او هند سره جنګېږي.

د مطلب د لیکوال په باور له پاکستان سره د امنیتي همکاریو په برخه کې د دوه میلیارده ډالرو د ځنډولو په باب د ولسمشر ټرمپ پرېکړه د درک وړ ده.

ورځپاڼه لیکي:

د اسلام‎اباد او واشنګټن د اړیکو د خړ پړ کېدو یو اغېز له چین سره د پاکستان د اړیکو پیاوړي کېدل دي.

په مطلب کې راغلي چې چین په پاکستان کې د څه باندې ۶۰ میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې وه څو په ټوله اسیا او له هغې ورهاخوا د پیکېنګ نفوذ پراخ کړي.

  • ټایمز

د ټایمز بريتانیا چاپ ورځپاڼې د سوریې په جګړه کې د افغانانو د وژل کېدو راپورونو ته اشاره کړې ده.

د ورځپاڼې په خبره دا افغانان د ایران د فاطمیون ډلې غړي وو.

د ایران د اصلاح غوښتونکو یوې ورځپاڼې په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې څه باندې ۲۰۰۰ افغانان چې د ایران له لوري د سوریې جګړې ته لېږل شوي وو، وژل شوي دي.

ټایمز لیکي:

په تېرو راپورونو کې راغلي و چې ځوانو افغان نارینه‌و ته ګواښ شوی و که په داوطلبانه توګه د سوریې په جګړه کې ګډون ونه‎کړي له ایرانه به بېرته افغانستان ته ولېږل شي.

XS
SM
MD
LG