د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

د غوڅ ملاتړ مأموریت: په افغانستان کې خپل مأموریت له بېلابېلو لارو اکمالولای شو


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت چارواکي وايي چې په افغانستان کې د خپلو مېشتو ځواکونو د تجهیزاتو د انتقال لپاره به د پاکستان پر ځای له بلې هرې بدیلې لارې ګټه واخلي.

وروسته له هغې چې پاکستان په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ته د تجهیزاتو د انتقال د لارې پر بندېدو بحثونه پیل کړل په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت که څه هم په ځانګړي ډول په دې اړه نه‌غږېږي، خو وايي چې په افغانستان کې خپل مأموریت د بېلابېلو لارو نه اکمالولای شي.

د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت مرستیال ویاند "کوون فوکنر" ازادي راډيو ته په استولي پیغام کې ویلي چې په بېړنیو حالاتو کې دوی په افغانستان کې د ناټو د مأموریت د دوام لپاره له بېلابېلو انتخابونو کار اخلي.

ښاغلی فوکنر په خپل دغه استول شوي پیغام کې د کوم ځانګړي انتخاب نوم نه‌دی اخیستی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي هم ورته نظر لري او وايي چې د پاکستان له لوري د ناټو د تجهیزاتو د لارې تړل به د ترورېزم په وړاندې پر روانه مبارزه منفي تأثیرات ونه‌لري.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"دا به پر افغانستان هېڅ منفي تأثیرات ونه‌لري ځکه افغانستان نورې بديلي لارې هم لري چې ناټو پرې اکمالات وکړي، خو ښه خبره دا ده چې پاکستان دې له دوه مخي سیاسته لاس واخلي او د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې دې رښتینې همکاري وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې "نېشن" پاکستانۍ ورځپاڼي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله ویلي چې اسلام‌اباد په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته د تجهیزاتو او خوراکي موادو د انتقال د لارې پر بندولو بحثونه پیل کړي دي.

اسلام‌اباد وروسته له هغې د دې اقدام هڅه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو چې امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته څه د پاسه ۳۳ میلیارده ډالره مرسته ورکړې، خو پاکستان‌‌یې په بدل کې امریکا ته یوازې چل، فریب او دوکه ورکړې.

له دې وروسته د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې امریکا د پاکستان نږدې دوه میلیارده ډالر مرستې ځنډولي او دې ته اندېښنه نه‌لري چې پاکستان عکس‌العمل ښکاره کړی.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسلام‌اباد به د امریکایي ځواکونو پر مخ د اکمالاتو لارې بندې نه‌کړي؟ ویلي وو "دې ته هېڅ اندېښنه نه‌لري."

په همدې حال کې د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي چې پاکستان د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف په دغسې مسایلو کې هر وخت د باج اخیستنې هڅه کړې ده.

باري عارض
باري عارض

له ډلې يې باري عارض ازادي راډيو ته وویل:

"که پاکستان او امریکا په رښتیا هم داسې یوې مرحلې ته ورسېږي چې پاکستان پرې لاره بنده کړي، یو خو دا ده چې امریکا کوچنی هېواد نه‌دی له وړاندې هر څه ارزیابي کوي او وروسته عمل کوي، امریکا پخوا هم په دې برخه کې له بېلابېلو لارو ګټه اخیستې ده."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پر پاکستان د ترورېزم نه د ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا فشارونه ډېر شوي چې پاکستان‌يې هم د امریکا په وړاندې دې اقدام ته هڅولی دی.

د پوځي چارو د کارپوه باري عارض په باور پاکستان چې د اقتصاد له پلوه یو کمزوری هېواد دی نه‌شي کولای په دې برخه کې له امریکا سره خپل زور وزامايي، ځکه د ده په وینا د پاکستان دغه کړنه به امریکا اړ کړي چې پر دې هېواد نور فشارونه هم راوړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG