د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

سیاف د ارګ او جمعیت ګوند اختلافونو ته په اشاره: اوس د جنجالونو وخت نه دی


د ولسمشر لخوا د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د استعفا د منظورۍ پر سر د راپورته شویو جنجالونو په دوام، پخوانی جهادي رهبر او سیاسي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، اوسمهال د دې جنجالونو او کشکمشونو وخت نه دی.

ښاغلي سیاف چې د جمعې په ورځ يې«۱۳۹۶کال مرغومې ۰۸» په پغمان کې يوه علمي سیمینار ته وینا کوله وویل چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو د دې اړتیا لېدل کېږي چې ټول سره یو مټي شو او د روغې جوړې لار غوره شي.

سیاف:د هېواد سلامت،عزت او حثیت په دې کې دی چې له وړو وړو خبرو تېر شو.
سیاف:د هېواد سلامت،عزت او حثیت په دې کې دی چې له وړو وړو خبرو تېر شو.

نوموړي زیاته کړه:

"د هېواد سلامت، عزت او حثیت په دې کې دی چې له وړو وړو خبرو تېر شو، د يو بل سره روغه جوړه وکړو، يو بل ته د دوستۍ او ورورولۍ لاس ورکړو او هېواد له روان ناورین څخه وباسو، اوس وخت د کشمکشونو او جنجالونو نه دی، اوس وخت د دې دی چې يو بل ته سره لاسونه ورکړو او هېواد له دغه حالته وباسو او د خدای په مرسته د غم ټغر له هېواده ټول کړو."

ښاغلی سیاف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د عطا محمد نور د استفعا تر منظورېدو وروسته جمعیت اسلامي ګوند ویلي و چې د ارګ دغه پرېکړه يو اړخیز او دوی ته د منلو نه ده.

دغه ګوند ویلي، د بلخ له ولایته د عطا محمد نور ليرې کېدل به هله ومني چې ولسمشرۍ ماڼۍ د دوی شرائطو ته غاړه کېږدي.

فرهاد عظیمي د عطا محمد نور د ځای ناستي په توګه ټاکل، دغه ګوند ته د څو وزارتونو، ولایتونو او سفارتونو سپارل هغه شرطونه دي چې له دې وړاندې د جمیعت اسلامي ګوند لخوا مطرح شوي دي.

د ښاغلي نور د استفعا تر منل کېدو وروسته، نوموړي پر اجرائیه رئیس سخت انتقاد وکړ او وې ویل چې عبدالله عبدالله د ده د استفعا په منظورۍ کې ۸۰ سلنه لاس درلود.

خو ښاغلي عبدالله ویلي چې د بلخ د والي د استعفا منظوري یو اړخیزه نه، بلکې د ده استعفا د جمعیت د ګوند د ځینو مهمو مشرانو په تفاهم سره حکومت منظوره کړې ده.

په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي ګوند وايي، ټاکل شوې چې د حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ د رامنځته شویو اختلافاتو د هواري په هدف خبرې اترې پیل شي.

د دغه ګوند مرستیال ویاند ذبیح فطرت د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

ذبیح فطرت
ذبیح فطرت

"زموږ باور په خبرو اترو او تفاهم دی، موږ د خبرو اترو پرته تر دې مهال کومه بله لار نه ده مطرح کړې، زموږ اعتراض پوست او مدني اعتراض دی."

ښاغلی فطرت که څه هم د دغو خبرو د پېلېدو د دقیقې نېټې په اړه څه نه وايي، خو تمه يې دا ده چې راتلونکې اوونۍ به دغه خبرې پېل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو احتمالي خبرو په اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG