د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

د سولې شورا چمتو ده چې د حزب‎اسلامي په څېر طالبانو ته هم په کابل کې دفتر پرانیزي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره چمتو دي چې لکه د حزب‎اسلامي په څېر طالبانو ته هم په کابل کې یو دفتر پرانیزي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک وايي، که طالبان بیا په بل کوم هېواد کې دفتر غواړي افغان حکومت د دغه وړاندیز منلو ته هم تیار دی.

دی ټینګار کوي هر هغه مېکانیزم او پروسه چې د سولې د خبرو لپاره د وسله‎والو طالبانو له‎خوا مطرح شي افغان حکومت ته د منلو وړ ده.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک
د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس محمد اکرم خپلواک

دی وايي:

"موږ پر هغو طالبانو او د طالبانو په هغو مشرانو چې یا په قطر کې دي، یا په پاکستان کې دي او یا په نورو هېوادونو کې دي او ډېر لالهانده ژوند لري، غږ کوو لکه څرنګه چې حزب‎اسلامي راغی په افغانستان کې یې د سولې د خبرو دفتر په کابل کې ولاره، موږ چمتو یو چې همداسې دفتر طالبانو ته ورکړو او د باعزته خبرو له لارې مخکې ولاړ شو."

دا وړاندیزونه داسې وخت کېږي چې له دې وړاندې دې ډلې د افغان دولت د ورته وړاندیزونو په بدل کې مثبت ځواب نه‎دی ورکړی.

د ملي وحدت حکومت له راتګ سره دې پروسې یو ځل بیا چټکتیا پیدا کړه، تر دې چې د دواړو لورو استازو په پاکستان کې سره ولیدل، خو د افغان حکومت په باور د پاکستان نه‌همکارۍ دا پروسه بیا له ځنډ او خنډ سره مخ کړه.

ولسمشر غني تل خبرداری ورکړی چې که طالبان افغانان وي، د سولې له پروسې سره دې یوځای شي که نه نابود به شي.

د کابل له حکومته دفتر نه‌غواړو.

خو طالبانو تل له افغان حکومت سره خبرې رد کړي او د دغې ډلې مشر ملا هبت‎الله د اختر په مناسبت په وروستي یوه پیغام کې له امریکا غوښتي وو چې له طالبانو سره د مقابلې پر ځای دې له دغې ډلې سره د ډیپلوماتیکو لارو خپله ستونزه حل کړي.

د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې د دفتر د وړاندیز په غبرګون کې ازادي راډيو ته وویل چې دوی د کابل له حکومته دفتر نه‌غواړي.

ده د وسله‎والو طالبانو په پخوانۍ غوښتنه یعنې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو ټينګار وکړ.

له دې سره د ولسي جرګې ځيني غړي وايي، تر هغې چې په جنګ کې د ښکېلو دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته نه‎شي د سولې لپاره هڅې به نتیجه ورنه‎کړي.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي
د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي

د دغې جرګې غړي ګل پاچا مجیدي ازادي راډیو ته وویل:

"که طالبانو ته دفتر رامنځته شي یو نېک کار دی، خو طالبان دې کار ته ځکه نه‎دي حاضر چې په افغان دولت او د سولې په شورا باور نه‎لري."

د ښاغلي مجیدي په باور د سولې د خبرو لپاره د هېواد دننه یو معلوم ادرس د سولې خبرو ته سرعت ورکولای شي او له بل لوري په دغې پروسه کې د پاکستان په شمول د ځينو نورو هېوادونو لاس لنډولای شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG