د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د پخوانیو اختریزو پیغامونو په پرتله مخالفینو ته د غني متفاوت پیغام


افغان ولسمشر د کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته د پخوانیو اختریزو پیغامونو په پرتله وسله‎والو مخالفینو ته متفاوت پيغام درلود.

محمد اشرف غني په دغه نوي پيغام کې وسله‎والو مخالفینو ته په خطاب کې وویل چې د سولې د خبرو لپاره د حکومت شرطونه واضح دي.

محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې له افغان حکومت سره خلک، نړۍ او د اسلامي هېوادونو اجماع او ملاتړ شته.

نوموړی وايي:

"وسله‎وال افرادو ته په واضح توګه وایم چې تاسې وخت نه لرئ، فیصله وکړئ که افغانان یې سوله وکړئ که نه یې، لکه چې نو په وروستیو اوونیو کې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړه مېړانه ښودلې بیا به یې هم وښيي."

ښاغلي غني همدا شان له حرمین شریفین سره نېږدې حمله په سختو ټکو وغندله او له مسلمانانو یې وغوښتل چې د کعبې شریفې ساتنه وکړي.

دا لومړی ځل نه‎دی چې په اختریزو پیغامونو کې له وسله‎والو مخالفینو غوښتل کېږي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

بلکې له دې وړاندې هم افغان لوړ پوړو حکومتي چارواکو په وارــ وار له وسله‎والو مخالفینو دا ډول غوښتنې کړې، خو وسله‎والو مخالفینو تل په جګړې ټینګار کړی.

د روژې په مبارکه میاشت کې هم وسله‎والو مخالفینو خپلو حملو ته زور ورکړی و، د راپورونو له مخې له ۲۰۰۱ میلادي کال راپه دې خوا دا میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت بلل شوې چې سلګونه افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښتله.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان وسله‎والو مخالفینو ته د ولسمشر نوی خبرداری جدي بولي او ټینګار کوي چې حکومت دغه خبرداری جدي ونیسي.

د دغو کارپوهانو له ډلې ودیر ساپي ازادي راډیو ته وویل، که حکومت دا ځل هم جدي عمل ونه کړي د خلکو پر وړاندې به یې باور ته زیان ورسېږي.

سیاسي کارپوه ودیر صافی
سیاسي کارپوه ودیر صافی

دی وايي:

"دا چې ولسمشر وايي، تاسې ته وخت کم دی بیا به درسره خبرې نه کېږي، له پوځي او سیاسي پلوه دوه معناوې لري، له پوځي پلوه دا معنی لري چې تر اخري سلګۍ درسره جنګېږو، ترڅو ورک مو کړو، له سیاسي پلوه که له پوځي لارې راته مغلوب شوې، په راتلونکې کې به په سیاسي برخه کې ګډون نه درکول کېږي، اوس به وګورو چې دده خبرې تر کومه ځای عملي کولای شي، اوس خو یو شدید خبرداری دی."

له بل پلوه د چارو بل کارپوه انتظار خادم په دې باور دی د سیمې یو شمېر هېوادونه له وسله‎والو مخالفینو نه په استفادې په افغانستان کې د جګړې اور ته لمن وهي او خپلې ګټې په کې لټوي.

د ښاغلي خادم په وینا هغوی په هېڅ صورته دې ته چمتو نه‎دي چې د افغان حکومت وسله‎وال مخالفین د سولې خبروته کېنه وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG