د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د سولې شورا: اندونیزیا د افغان سولې په خاطر د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه جوړوي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، اندونیزیا ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې د پروسې په خاطر به د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه جوړوي.

د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع لپاره هڅې او د اسلامي نړۍ د علماوو غونډه د اندونیزیا د حکومت هغه ژمنې دي چې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوي ته‌یې ورکړې دي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي وايي، اندونیزیا د افغان سولې له پروسې او په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو په پلوي هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی دی.

ښاغلي خلیلي چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۵» یې خبري غونډې ته په کابل کې خبرې کولې وویل د سیمې او نړۍ هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلي چې جګړه د حل لار نه‌ده.

محمد کریم خلیلي
محمد کریم خلیلي

نوموړي زیاته کړه:

"اندونیزیا دې ته چمتو ده چې د سولې په پروسه کې هر ډول مرسته وکړي. د اندونیزیا عالمان د هغه هېواد د جمهور رئیس د هدایت پر اساس هڅه کوي چې د نړۍ د عالمانو یو کنفرانس جوړ کړي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وشي او جنګ به وغندي."

خو ښاغلي خلیلي ونه‌ویل چې دا غونډه به کله او چېرته جوړه شي.

په همدې ډول ده وویل چې د سولې له پروسې څخه د ملاتړ په خاطر د افغان علماوو یوه ستره غونډه هم راټولېدونکې ده، خو د نېټې په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې عالي شورا لوړ رتبه پلاوي د روان کال د نومبر يه میاشت کې د اندونیزیا د جمهور رئیس په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر درلود.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د روان میلادي کال د اپرېل میاشتې په پنځمه نېټه له اندونیزیا څخه لیدنه کړې وه.

ولسمشر غني اندونیزیا ته د سفر پرمهال.
ولسمشر غني اندونیزیا ته د سفر پرمهال.

افغان ولسمشر په ځلونو د اسلامي هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ او ورسره مرسته وکړي.

د سولې د عالي شورا په باور اندونیزیا یو ستر اسلامي هېواد دی چې عالمان‌يې د فتواوو وړتیا لري او کولای شي د اسلامي نړۍ د ستونزو په حل کې مهم رول ادا کړي.

بل‌خوا د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او په سیاسي چارو کې د جمهور رئیس غني سلاکار اکرم خپلواک وايي، دا وخت له طالبانو سره اړیکې نیول کېږي، خو د هغوی دریځ لا هم نه‌دی روښانه.

ښاغلي خپلواک دغې غونډې ته وویل افغان حکومت چمتو دی چې د هر هغه مېکانیزم لاندې له طالبانو سره خبرو ته کېني چې دوی ته د منلو وړ وي.

اکرم خپلواک
اکرم خپلواک

نوموړي زیاته کړه:

"له طالبانو نه هیله کوو چې د سولې خبرو اترو د پیل لپاره موږ هر هغه مېکانیزم ته چمتو یو چې د دوی لپاره د منلو وړ وي، د دې تر څنګ دوی چې د سولې خبرو د پیلولو لپاره په هر هېواد کې غوښتنه ولري د افغان حکومت او د سولې عالي شورا د دفتر او نورو اړتیاوو په اړه چمتووالی لري."

ښاغلی خپلواک وايي، د افغانستان د سولې په خاطر له پاکستان پرته سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شوې ده.

خو له دې ټولو سره د سیاسي او نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم وايي، د سولې له پروسې نه د ملاتړ په خاطر نورو هېوادونو ته لاس غځول څه نتیجه نه‌لري.

دی ټینګار کوي چې د سولې خبرو د پیلېدو په خاطر باید موجوده شرایطو ته په پام د افغانانو تر منځ خپل‌منځیو خبرو ته ډېر کار وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG