د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

غني له پاتروشیف سره په کتنه کې: د ترورېزم په وړاندې باید له تفکیک پرته مبارزه وشي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې د ملي امنیت له سلاکار سره د لیدنې پر مهال.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې د ملي امنیت له سلاکار سره د لیدنې پر مهال.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې د ملي امنیت له سلاکار سره په کتنه کې ویلي چې ترهګر ښه او بد نه‌لري او باید له ترورېزم سره له تفکیک پرته ګډه مبارزه وشي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي وايي دغه خبره ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پاتروشیف سره په کابل کې د کتنې پر مهال کړې ده.

همداراز له جمهوري ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي چې ترورېزم یوازې د افغانستان نه بلکې د سیمې او نړۍ لپاره منځ‌مهاله تهدید دی.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، د ترورېزم او په ځانګړې توګه د هغو ګروپونو سره د مبارزې لپاره چې افغانستان او سیمه تهدیدوي، د روسیې تجربې او د معلوماتو شریکول ډېر ارزښتناک دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امینت د سلاکار مطبوعاتي دفتر وايي چې د حنیف اتمر او نیکولای پاتروشف ترمنځ د هغه ګډو ګواښونو په اړه هم بحث وشو چې افغانستان او سیمې ته متوجې دي.

د دغه دفتر ویاند قادرشاه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۱۰» ازادي راډیو ته وویل چې د روسیې د ملي امنیت سلاکار د خپل افغان سیال په بلنه کابل ته راغلی وو.

د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه.
د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه.

نوموړي زیاته کړه:

"دواړو لورو په سیمه کې د مهمو شریکانو په توګه پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ او د دې لیدنې په ترڅ کې هغه ګواښونه وڅېړل شول چې دواړه هېوادونه او سیمه ورسره مخ ده."

د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پاتروشیف پرون کابل ته په یوه ورځني سفر راغلی وو چې د ولسمشر غني په ګډون‌یې له لوړپوړو افغان چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه لیدنې کړې دي.

کابل ته د ښاغلي پاتروشیف سفر په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې ولسمشر غني په پکتیا کې یوې ولسي غونډې ته ویلي و چې طالبانو ته هغه څوک وسلې ورکوي چې میلیونونه افغانان‌یې وژلي دي.

که څه هم ولسمشر په ځانګړې توګه د کوم هېواد نوم نه‌و اخیستی، خو کارپوهانو د ولسمشر دغه خبره روسیې ته منسوبه وګڼله.

افغان حکومت تل د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کړې، خو وخت نا وخت روسي چارواکو په افغانستان کې د داعش له فعالیت څخه اندېښنه ښودلې ده.

اتمر مسکو کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد د مبارزې غوښتنه کوي

له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي ښايي د روسیې د ملي امنیت سلاکار د ولسمشر د هغې خبرې د وضاحت په اړه کابل ته سفر کړی وي چې په پکتیا کې یې مطرح کړې وه.

له ډلې یې خالد سادات ازادي راډیو ته وویل چې روسیه د افغانستان د حالاتو په اړه خپلې اندېښنې لري، خو افغان حکومت ته په کار ده چې په اړه‌یې روسیې ته قناعت ورکونکی ځواب ووايي.

ښاغلی سادات زیاتوي:

"دا مهال روسیه په افغانستان کې له روان امنیتي وضعیت څخه جدي اندېښنه لري، روسیه فکر کوي چې د افغانستان نا امني د منځنۍ اسیا هېوادونو ته غځېږي او هلته نا امنۍ روسیې ته په لوی سرخوږی بدلېدای شي، نو روسیه مخکې له دې چي د اور دغه لمبې منځنۍ اسیا ته ورسېږي غواړي د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي."

د ښاغلي سادات په خبره که څه هم افغان حکومت او نړیوال ملاتړي یې د داعش پر وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي، خو لا هم روسیه په دې اړه اندېښنه لري.

نوموړی وايي، تر هغې چې روسیه د دغه باالقوه ګواښ د له‌منځه وړلو او یا مخنیوي په اړه ډاډه نه‌شي نو په افغانستان کې به له قانوني او یا غیر قانوني لارو د دغې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو مخه ونیسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG