د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

پسرلی: ممکن د تېلو ځینې شرکتونه له طالبانو سره همکاري ولري


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي د ټایمز ورځپاڼې د راپور په غبرګون کې وایي چې ممکن د تېلو واردولو ځینې شرکتونه له طالبانو سره همکاري وکړي.

د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تراوسه په دې اړه هیڅ باوري اسناد شتون نه لري.

صیام الدین پسرلی
صیام الدین پسرلی

نوموړي زیاته کړه:

"داسې خلک شته چې د قانون خلاف کار کوي، تور بازار، مافیا، قاچاقبران او د بندرونو سم کنټرول شتون نه لري، هلته قاچاق شتون لري او ځینې شرکتونه ممکن د طالبانو سره همکاري وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ټایمز ورځپانې د وسله والو طالبانو د یوه مالي مسؤل له قوله لیکلي چې روسیه له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې له وسله والو طالبانو سره د تېلو له درکه هره میاشت ۵،۲ میلیونه ډالره مرسته کوي.

ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې روسیه د حیرتان بندر له لارې طالبانو سره تړلو شرکتونو ته تېل لیږي او پیسې یې د طالبانو جېب ته ځي.

د افغانستان ملي شورا هم په دې برخه کې د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده.

له وسله ‎والو طالبانو سره د روسیې د همکارۍ په تړاو تر دې وړاندې هم راپورونه خپاره شوې خو روسیې چارواکو په کراتو دا مسئله رد کړې ده.

امریکایي مقام: روسیې له ۱۸ میاشتو نه طالبانو ته د وسلو ورکول زیات کړي

مټېس: امریکا طالبانو ته د روسیې له‌خوا پر وسلو ورکولو اندېښنه لري

په کابل کې د روسیې سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه موضوع رد کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې برخه کې له څه ویلو ډډه وکړه.

خو د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته ویلي چې هېوادونه باید له دولتونو سره اړیکې ټینګې کړي، نه له ترهګرو ډلو سره.

له بلې خوا د حیرتان بندر عمومي رئیس عبدالروف امیري دغه راپورونه رد کړل او وې ویل چې په دغه بندر کې ټول فعالیتونه قانوني دي.

امیري حیرتان یو تړل شوی بندر دی.
امیري حیرتان یو تړل شوی بندر دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د حیرتان بندر یو تړل شوی بندر دی او یوه دروازه لري او د ټولو امنیتي ځواکونو تر ذره بین لاندې ده او هیچ چاته د قاچاق اجازه نه ورکوي، دا یوازې دروغ دی او زه دا ردوم".

د سوداګرۍ وزارت په وینا، د تېلو ۱۸۰شرکتونه له دوی سره راجسټر دي او له ۱۰۰۰۰څخه زیات نور سوداګریز جوازونه له دوی سره راجسټر شوي او دا شرکتونه کولی شي چې نفتي مواد صادر کړي.

خو افغان کارپوه سیف الدین سیحون وايي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د شرکتونو په کارونو او د لېږد پر موادو کنټرول نه لري.

د نوموړي په وینا که چېري کنټرول وي هیڅ کله دغه پیسې د طالبانو جېب ته نه انتقالېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG