د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

ګارډین: روسیه عملاً د فراه په جګړو کې لاس لري


  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې له وسله‌والو طالبانو سره د روسیې د مرستو د ادعاوو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي:

په افغانستان کې د قدرت لپاره په بدلېدونکې لوبه کې روسیه طالبانو ته د وسلو او تجهیزاتو په برابرولو تورنه شوې ده.

د لندن چاپ دا ورځپاڼه د افغان چارواکو هغو ادعاوو ته اشاره کوي چې وايي، وسله‌والو طالبانو د روسیې په مرسته خپلو حملو ته زور ورکړی.

په دې ترڅ کې وروستی تور د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال محمد ناصر هدایت لګولی دی.

ګارډین له کورنیو رسنیو سره د جنرال هدایت د وینا یادونه کوي چې وايي، زیات شمېر هېوادونه او له هغې ډلې روسیه عملاً د فراه په جګړو کې لاس لري او دولتي ځواکونو له طالبانو څخه د شپې د دوربین لرونکو ټوپکو په ګډون روسي وسلې ترلاسه کړې دي.

ورځپاڼه لیکي:

له طالبانو څخه د شپې د دوربین لرونکو ټوپکو په ګډون روسي وسلې ترلاسه کړې دي.

د افغان چارواکو دا څرګندونې د افغانستان په جګړه کې، د هغو بهرنیو قدرتونو له لاسوهنو د ستړیا نښه ده چې په ۲۰۱۴ کال کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې خپل زور ښودل غواړي او د دې کار لپاره د وسله‌والو طالبانو په ګډون د بېلابېلو ډلو ملاتړ کوي.

ګارډین لیکي چې په افغانستان کې د روسیې هڅې د سیمې په کچه له امریکا سره د زور ازمویلو د هغو هلو ځلو لړۍ ده چې نور مثالونه‌یې په لیبیا، ترکیه، سوریه او د خلیج په سیمه کې لیدل کېږي، خو ګارډین په عین حال کې لیکي:

دا مسئله د افغانانو لپاره چې هېواد یې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې د لویو قدرتونو ترمنځ د رقابت ډګر دی، د تاریخ د تکرار په معنی هم ده.

  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د کابل په لوېدیځ کې د امام زمان پر جومات د برید موضوع ته چې لسګونه کسان‌یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل کتنه کړې ده.

دا امریکايۍ ورځپاڼه لیکي:

د شنبې په ورځ د کابل په یوه کوچنۍ هدیره کې لسګونه کسان د ۸۳ کلن کربلايي محمد انور نوري په جنازه کې د ګډون لپاره راټول شوي وو.

نوموړی د هغو ۵۰ کسانو په ډله کې و چې په دې حمله کې وژل شوي دي.

لاس انجلس ټایمز د کربلايي انور د زوی علي خان نوري له قوله لیکي چې وايي، خلک طبعاً اندېښمن دي او ډارېږي ځکه دلته چې هر برید کېږي یو قتل عام دی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي، په افغانستان کې انتحاري حملې هومره عادي شوې دي چې حتی ځیني وخت‌یې حساب له تنظیموونکو څخه هم غلطېږي.

لاس انجلس ټایمز د اسلامي دولت نومې ډلې له‌خوا د دې برید د مسؤلیت بیان د مثال په توګه یادوي او لیکي:

داعش ډلې د جمعې په ورځ په خپل بیان کې وویل چې پر امام زمان جومات‌یې د دوهم ځل لپاره حمله وکړه، په داسې حال کې چې تېر ځل په اګسټ میاشت کې دې ډلې د کابل په یوه بله سیمه کې په همدې نوم پر یوه بل جومات حمله کړې وه چې نږدې ۴۰ کسان‌یې ووژل.

XS
SM
MD
LG