د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

اتمر مسکو کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد د مبارزې غوښتنه کوي


د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به نن سې شنبه د روسیې په امنیتي غونډه کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو پر ضد د هېوادونو د ګډې مبارزې غوښتنه وکړي.

محمد حنیف اتمر پرون مسکو ته لاړ چې د روسیې په اتم امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی اتمر به نن د کنفرانس تر څنګ د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او د ترورېزم پر ضد جګړه کې د افغانستان پر اندېښنو خبرې وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه
د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه

نوموړي وویل:

"ټاکل شوې ده چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کنفرانس په څنډه کې پر روسي چارواکو سربېره د ایران، چین، قزاقستان، ازبکستان او تاجکستان د ملي امنیت له سلاکارانو سره وګوري. له دوی سره پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې اترې وکړي."

یو شمېر افغان چارواکو په وروستیو کې روسیه له طالبانو سره په ملاتړ تورنه کړې خو روسیه له طالبانو سره تسلیحاتي ملاتړ ردوي او وايي چې له دې ډلې سره‌یې د داعش په وړاندې د روسیې د اندېښنو او سولې ته د طالبانو د هڅولو په هدف تماسونه نیولي دي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه په دې اړه څه ونه‌ویل چې ایا د ملي امنیت سلاکار به له خپل روسي ساري سره د روسیې له لوري د طالبانو د ملاتړ په اړه د افغانستان پر اندېښنو خبرې وکړي او که ونه‌کړي؟

ده د ځینو ستونزو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې افغانستان له یوې مودې راهیسې له ګډ دښمن سره د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو هلې ځلې پیل کړې دي.

قادر شاه وايي:

"له یو کال څخه د زیاتې مودې را په دې‌خوا «حنیف اتمر» د سیمې له مختلفو هېوادونو سره بحثونه کړي دي، په دې رابطه‌یې مختلفو هېوادونو ته سفرونه هم درلودل، د دې سفرونو په لړ کې یو لړ لاسته راوړنې هم وې چې د هغو له جملې څخه د مشترک دښمن په وړاندې مشترکو تعریفاتو ته رسېدلی او همدارنګه د دښمن په وړاندې د ځینو اطلاعاتو د تبادلې په برخه کې موافقې ته رسېدلی دی."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وايي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به د کنفرانس له برخه‌والو سره د ترورېزم په وړاندې د مشترکې مبارزې په اړه هم خبرې وکړي.

ده دغه‌راز وویل چې ښاغلی اتمر به له روسیې سره په ځانګړي ډول د ترورېزم او داعش پر ضد د مبارزې په اړه وغږېږي.

روسیه په افغانستان کې د داعش د نفوذ پر زیاتېدو زیاته اندېښنه ښيي او فکر کوي چې ممکن دا ډله د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا او روسیه تهدید کړي.

ټاکل شوې ده چې د روسیې په امنیتي کنفرانس کې چې ډېر تمرکز به‌یې له اسلامي دولت یا داعش سره پر مبارزې وي، د ۲۵ هېوادونو امنیتي چارواکي ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG