د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

ټیلرسن له سواراج سره په افغانستان کې د هند پر رول خبرې کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د چهارشنبې « لړم۱۳۹۶،۰۳»په ورځ د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سره پر نورو مسئلو سربېره په افغانستان کې د هندوستان پر رول خبرې کړي.

په جګړه ځپلې افغانستان کې د هندوستان رول او په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه د امریکا او هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرانو په خبرو اترو کې ممهمې مسئلې وې.

سوشما سواراج
سوشما سواراج

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج ویلي«هندوستان موافقه کړې چې له کابل او واشنګټن سره د افغانستان په اړه خبرې اترې وکړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن چې کابل او اسلام اباد ته له سفر وروسته نوي ډیلي ته رسېدلی د چهارشنبې په ورځ یې په نوي ډیلي کې وویل«پاکستاني چارواکو ته یې د ټرمپ د ادارې هغه توقعات رسولي چې ترې غواړي پر خپله خاوره دې ګڼې تروریستي سازمانونه له منځه یوسي.»

ریکس ټیلرسن د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره په یوه ګډه خبرې غونډه کې وویل:

"پرون په اسلام اباد کې د پاکستاني مشرانو سره مو په خبرو اترو کې ډېر په پرانیستي او روښانه توګه د هغو شریکو اندېښنو په اړه بحث وکړ چې د امریکا متحده ایالات او زموږ نور سیمه ییز متحدان او شریکان؛ هندوستان او همدارنګه افغانستان یې لري او هغه دا چې زیات تروریستي سازمانونه شته چې په پاکستان کې خوندي ځایونه لري له کومه ځایه چې هغوی د نورو هېوادونو پر ضد عملیات او بریدونه کوي."

ریکس ټیلرسن وویل موږ پاکستان ته ځانګړې توقعات چې د دې هېواد له حکومت او مشرانو څخه یې لرو سپارلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پاکستاني چارواکي باید د دې تروریستي ډلو په وړاندې او د دې ډلو د مشرانو په وړاندې اقدامات وکړي.

کابل او واشنګټن پر اسلام اباد تور لګوي چې د حقاني شبکې په څېر هغو تروریستي او وسله والو ډلو ته یې خوندي پناه ځایونه برابر کړي دي چې په افغانستان کې پر حکومتي او د نړیوالو ځواکونو پر اهدافو خونړي بریدونه کوي.

ټیلرسن له پاکستانیو چارواکو سره.
ټیلرسن له پاکستانیو چارواکو سره.

که څه هم پاکستان دا تورونه تل رد کړي، خو ټیلرسن پرون په اسلام اباد کې د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د دې هېواد د پوځ او استخباراتو د مشرانو په ګډون نورو چارواکو ته ویلي، «امریکا پر یو داسې مکانیزم کار کول غواړي چې د همکارۍ او معلوماتو پر شریکولو ولاړ وي - نه یوازې د معلوماتو شریکول وي بلکې له داسې اقداماتو سره یو ځای وي چې په نتیجه کې یې پاکستان کې مېشت تروریستي سازمانونه نور دا وړتیا ونه لري چې په نورو هېوادونو کې بریدونه وکړي.»

ریکس ټیلرسن وايي، د پاکستان مشرتابه ته یې دا هم ویلي چې دوی خپله د پاکستان د ثبات او امنیت په اړه هم اندېښمن دي، ځکه د نوموړي په وینا که تروریستي سازمانونه په پاکستان کې دننه نور هم پیاوړي شي او شمېر یې زیات شي دا د پاکستان خپل ثبات او امنیت ته هم ګواښ پېښولی شي.

XS
SM
MD
LG