د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

ټیلرسن: پاکستان د سیمې د سولې او امنیت لپاره مهم دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن سې شنبه په اسلام اباد کې له صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف او د پوځ او استخباراتو له مشرانو سره وکتل.

ټیلرسن په دې کتنه کې وویل پاکستان د سیمې د سولې او امنیت او د پراخو اقتصادي همکاریو د فرصتونو د برابرولو د ګډ هدف لپاره مهم دی.

د پاکستان صدراعظم شاهدخاقان عباسي په ځواب کې وویل، پاکستان د ترورېزم پرضد جګړې ته ژمن دی.

ټیلرسن پاکستان ته د سفر پرمهال.
ټیلرسن پاکستان ته د سفر پرمهال.

عباسي زیاته کړه، متحدایالات دې یقین ولري چې پاکستان یې د ترورېزم پرضد په جګړه کې ستراتیژیک متحد دی او د ترورېزم پرضد تر ټولو ستره جګړه کې ونډه لري.

ده وویل، د پاکستان هڅو نتیجه ورکړې او زیاته یې کړه چې پاکستان له امریکا سره د اړیکو پراختیا غواړي.

پخواني معلومات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن اسلام اباد ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د پاکستان له نوي صدراعظم شاهد خاقان عباسي، د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف او د پوځ له لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره په پاکستان کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو په اړه خبرې وکړي.

فرانس پرېس خبري اژانس راپور ورکوي چې تیلرسن ته د راولپنډۍ په پوځي هوايي ډګر کې سوړ هرکلی وویل شو.

اژانس زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د هرکلي لپاره د معمول پر خلاف د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ټیټي کچې یو چارواکی ورغلی و.

خبر زیاتوي چې ټیلرسن د لنډکروزر موټرو په کاروان کې د کلکو امنیتي تدابیرو په بدرګه د اسلام اباد په ډيپلوماټیکه ساحه کې د امریکا سفارت ته ولاړ.

ټیلرسن د بهرنیو چارو وزیر په توګه پاکستان ته خپل لومړی سفر په داسې حال کې کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپله ستراتیژۍ کې پاکستان، تروریستانو ته د پټنځایونو په برابرولو تورن کړی دی.

ټیلرسن پرون په کابل کې وویل چې د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې به په قبایلي سیمو کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو او همداراز په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د راوستو په اړه جدي خبرې وکړي.

امریکايي هیئت
امریکايي هیئت

پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتیژۍ له اعلان وروسته له واشنګټن سره په اړیکو کې د ترینګلتیا په دوام بیا د تماسونو ساتل غواړي.

خو له له دې سره سره یوه پاکستاني چارواکي ویلي، اسلام اباد دې ته ګوري چې د افراطي وسله والو پرضد تر کومې کچې اقدام کولای شي.

جرمني خبري اژانس د دې پاکستاني چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی یاد شوی زیاتوي چې وايي، پاکستاني چارواکي به هڅه وکړي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته قناعت ورکړي چې له پوځي اقداماتو مخکې یوځل بیا له طالبانو سره د سولې خبرو ته کېني.

دې چارواکي ویلي چې اسلام اباد په دې برخه کې ډېره مرسته کولای شي.

ټیلرسن پرون په کابل کې وویل، له پاکستان سره اړيکي په دې پورې مشروط دي چې دا هېواد د افراطي وسله والو ډلو پرضد د اقداماتو په برخه کې څومره همکارۍ کوي.

ټېلرسن زیاته کړه چې واشنګټن پر پاکستان شرط ایښي دی چې وسله ‎وال طالبان د کابل له حکومت سره خبرو ته حاضر کړي او زیاته یې کړه چې حکومت به ‌یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره له خپل ټوله زور څخه کار واخلي.

په پام کې ده چې ټیلرسن نن له اسلام اباد وروسته نوې ډیلي ته ولاړ شي او سبا به د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره وګوري.

ټیلرسن په کابل کې همداراز وویل چې له هند سره د امریکا اړیکي ستراتیژیک اهمیت لري او یوازې په سیمه پورې نه دي محدودې.

ده زیاته کړه، له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې به له نوې ډیلي سره د بدلیدونکو اړیکو په اړه هم خبرې وکړي.

پخواني معلومات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن اسلام‌اباد ته پر لاره دی او تمه ده چې له پاکستاني چارواکو سره جدي خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن نن سې شنبه په اسلام‌اباد کې د پاکستان له نوي صدراعظم شاهد خاقان عباسي او له خپل ساري خواجه اصف سره وګوري.

ټېلرسن پرون په کابل کې وویل چې د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې به په قبایلي سیمو کې د ترورېستي ډلو د پټنځایونو او همداراز په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د راوستو په اړه جدي خبرې وکړي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ له اعلان وروسته له واشنګټن سره په اړیکو کې د ترینګلتیا پر دوام بیا د تماسونو ساتل غواړي.

د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:09 0:00

خو له دې سره سره یوه پاکستاني چارواکي ویلي، اسلام‌اباد دې ته ګوري چې د افراطي وسله‌والو پر ضد تر کومې کچې اقدام کولای شي.

جرمني خبري اژانس د دې پاکستاني چارواکي له قوله چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی زیاتوي چې نوموړی وايي، پاکستاني چارواکي به هڅه وکړي څو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته قناعت ورکړي چې له پوځي اقداماتو مخکې یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې خبرو ته کېني.

دې چارواکي ویلي دي چې اسلام‌اباد په دې برخه کې ډېره مرسته کولای شي.

ټېلرسن پرون په کابل کې وویل، له پاکستان سره اړيکې په دې پورې مشروطې دي چې دا هېواد د افراطي وسله‌والو ډلو پر ضد د اقداماتو په برخه کې څومره همکارۍ کوي.

ټېلرسن زیاته کړه چې واشنګټن پر پاکستان شرط ایښی دی چې وسله‌‎وال طالبان د کابل له حکومت سره خبرو ته حاضر کړي او زیاته‌یې کړه چې حکومت به‌یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره له خپل ټول زوره کار واخلي.

په پام کې ده چې ټېلرسن نن له اسلام‌اباد وروسته نوې ډېلي ته ولاړ شي او سبا به د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج سره وګوري.

ټېلرسن پرون په کابل کې همداراز وویل چې له هند سره د امریکا اړیکې ستراتېژیک اهمیت لري او یوازې په سیمه پورې نه‌دي محدودې.

ده زیاته کړه چې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې به له نوې ډېلي سره د بدلېدونکو اړیکو په اړه هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG