د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

مشرانو جرګه: د ټېلرسن سفر به پر پاکستان نور هم فشارونه راوړي


د افغانستان مشرانو جرګه هېله څرګندوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته په خپل سفر کې پر دغه هېواد لا نور فشارونه هم راوړي.

د دغې جرګې رئیس او یو شمېر غړیو د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سفر ګټور یاد کړ.

فضل الهادي مسلمیار وویل، اسلام اباد ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر به افغانستان ته ګټور نتایج ولري.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"ان شاءالله چي دا سفر به د افغانستان په خیر وي، هېله مند یو چې امریکا پر پاکستان لا نور فشارونه هم راوړي، ترڅو د باجوه له راتګ وروسته چې غولونکي وعده یې ورکړې وه چې د سولې لپاره کار کوي او په دې برخه کې کوم اقدام ونه کړ، دا سفر به ښه تصویر او مثبته نتیجه ولري، خدای دې وکړي چې حکومتي چارواکي هم ترې ګټه واخلي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دوشنبې په ورځ له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او نن سې شنبې پر یو لړ مسائلو د جدي بحث لپاره پاکستان ته ورسېد.

تمه ده چې ښاغلی ټیلرسن به د دغه سفر پرمهال د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي د بهرنیو چارو له وزیر خواجه محمد اصف او یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د امریکا د بهریو چارو وزیر ټیلرسن کابل ته د سفر پرمهال ویلي چې له پاکستاني چارواکو سره به د ترورستانو د خوندي ځالو او د مذاکرې مېز ته د وسله والو طالبانو د حاضرولو په تړاو هم خبرې وکړي.

ریکس ټیلرسن افغانستان ته د سفر پرمهال ویلي چې له پاکستان سره د امریکا اړیکې به د افغانستان د سولې له پروسې سره د هغه هېواد په همکارۍ پورې مشروطې وي.

ریکس ټیلرسن
ریکس ټیلرسن

په ورته وخت کې د نړیوالو اړېکو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر ممکن د افغانستان د سولې پر پروسې او امنیتي وضیعت خپل مثبت اغېز ولري.

نجیب محمود په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"زما په اند پاکستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن سفر د افغانستان د امنیت په برخه کې د پاکستان له دریځ نرمولو سره تړاو لري، پاکستانیان لا باور نه لري او یا نه غواړي دا ومني چې د ستونزو اساسي حل له دوی سره دی او نه مني چې ترورستان دوی تربیه کوي، نو دا سفر به ګټور وي چې پاکستان د ترورستانو له تمویل څخه لاس واخلي."

ښاغلي محمود دغه شان وویل، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به اسلام اباد ته په خپل سفر کې، ممکن د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت او د دواړو هېوادونو د سرحدونو په تړاو هم جدي خبرې اترې ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG