د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

ریکس ټیلرسن رياض، دوحه، اسلام اباد، نوي ډلي او ژنیو ته خپل سفر پيلوي


ټاکل شوې ده د امريکا د بهرنيو چارو وزیر رياض، دوحه، اسلام اباد، نوي ډلي او ژنیو ته خپل اووه ورځنی سفر نن پيل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزير ريکس ټيلرسن به په رياض کې له سعودي چارواکو سره د يمن د شخړې او ايران په اړه خبرې وکړي.

دی به په رياض کې د سعودي عربستان او عراق د حکومتونو تر منځ د همکارۍ شورا په پرانیسته غونډه کې هم ګډون وکړي.

ټیلرسن به د خپل سفر پر مهال دوحه ته هم لاړ شي.

ټیلرسن له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر دوه اړخېزو اړيکو بحث کوي.

دی به په دوحه کې د قطر او امريکا له نظامي چارواکو سره د ترورېزم پر وړاندې د ګډې مبارزې او همدا راز د خليج د شخړو او ايران او عراق په اړه خبرې وکړي.

وروسته به ټیلرسن د بهرنیو چارو د وزیر په توګه جنوبي اسيا ته خپل لومړی سفر ولري چېرته چې به دی د ټرمپ د ادارې پر نوې ستراتيژي ټينګار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزير به په اسلام اباد کې له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر دوه اړخېزو اړيکو بحث وکړي.

اعلاميه زياتوي چې ټیلرسن به له پاکستاني چارواکو سره د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د ستراتيژۍ په بريا کې د پاکستان د رول او د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړيکو د پراختيا په اړه هم خبرې وکړي.

افغانستان ته د امریکا پخواني سفير زلمي خليلزاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا سفر له طالبانو سره د سولې د خبرو او ډیپلوماسۍ په برخه کې مهم دی او څرګنده به شي چې د سولې خبرې څه نتيجه ورکوي.

افغانستان ته د امریکا پخوانی سفير زلمي خليلزاد
افغانستان ته د امریکا پخوانی سفير زلمي خليلزاد

ښاغلي خليلزاد زیاته کړه:

"په همدې ورځو کې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر په خپله د هند او پاکستان په شمول جنوبي اسیا ته ځي. فکر کوم سيمې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزير سفر د دې فرصت ورکوي چې وګورو ډپلوماسي څومره چانس لري."

په نوي ډلي کې به ټیلرسن د هندوستان له مشرانو سره وویني او د ستراتیژيکو اړيکو د پياوړي کولو او په هند-پاسفیک سيمه کې به د امنيت او پرمختیا په اړه خبرې وکړي.

په ژنیو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو، د کډوالۍ د نړيوالې ادارې او نړيوال سره صليب له کمېشنر سره د نړيوالو بشري بحرانونو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG