د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

ټېلرسن به له پاکستاني چارواکو وغواړي څو د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پاکستان ته ځي.

ټېلرسن ویلي چې پاکستان ته په ننني سفر کې به د هغه هېواد چارواکو ته د امریکا د مشخصو وړاندیزونو پر اساس، ووايي چې د وسله‎والو طالبانو له ملاتړه لاس واخلي.

ټېلرسن پرون دوشنبه په افغانستان کې هم له چارواکو سره پر دې او نورو مهمو سیمه‌ييزو مسئلو غږېدلی دی.

هغه خبریالانو ته وویل چې د امریکا د نوې ستراتېژۍ یو هدف له وسله‎والو طالبانو د پاکستان د ملاتړ ختمول دي.

رکس ټېلرسن له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال
رکس ټېلرسن له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال

رکس ټېلرسن وویل:

"موږ له پاکستانه مشخصې غوښتنې کړي چې د وسله‎والو طالبانو او په هغه هېواد کې د نورو ترورېستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي. څرنګه چې موږ ویلي، په ستراتېژۍ کې دا شرط لومړیتوب لري. له دې امله به له پاکستان سره زموږ روابط، د اسلام‌اباد پر هغو اقداماتو مشروط وي چې زموږ لپاره د مهمو مسئلو په برخه کې یې کوي."

د امریکا د نوې ستراتېژۍ یو هدف له وسله‎والو طالبانو د پاکستان د ملاتړ ختمول دي.

رکس ټېلرسن زیاته کړه چې واشنګټن پر پاکستان شرط ایښی چې وسله‎وال طالبان د کابل له حکومت سره مذاکرو ته حاضر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، پاکستان ته ښايي چې په خلاصو سترګو وضعیت او هغو ترورېستي ډلو ته وګوري چې هلته فعالیت کوي یا خوندي ځایونه لري.

افغانستان ته د رکس ټېلرسن سفر مخکې له مخکې نه‌و، اعلان شوی.

هغه په کابل کې ټينګار وکړ چې حکومت به‌یې د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا لپاره، د خپلې ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره له خپله ټوله زوره کار واخلي.

په دې کتنه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي، د امریکا نوې ستراتېژۍ د سیمې پر وضعیت مثبت اغېز کړی او د امریکا شریکان هم باید خپل مسؤلیتونه، په رښتیني ډول ترسره کړي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د سولې د ټینګولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن ویلي، په افغانستان کې د سولې ټینګېدل به د پاکستان لپاره هم د با ثباته راتلونکې ډاډ پیدا کړي.

رکس ټېلرسن وویل:

"ولسمشر دونالد ټرمپ واضح کړې چې موږ به تر هغو چې د سولې او ثبات له ټینګېدو ډاډه شو، دلته پاتې کېږو. دا تعهد محدود نه‎دی، خو ولسمشر واضح کړې چې د سپین چک مفهوم هم نه‎لري."

د امریکا ولسمشر د اګسټ په ۲۳مه نېټه د افغانستان او پاکستان په ګډون د ټولې جنوبي اسیا لپاره د خپل حکومت ستراتېژي اعلان کړه او ویې‌ویل چې پاکستان هغو ترورېستي ډلو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې د امریکا پر ملکي وګړو، عسکرو او ګټو حملې کوي.

ټرمپ همداراز پر هند غږ وکړ چې د اقتصادي او پراختیايي پروژو پر مټ په افغانستان کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته تر تګ وروسته هند ته ولاړ شي او د ولسمشر ډونالد ټرمپ پر دې نظر له هندي چارواکو سره وغږېږي.

امریکا تېر کال پر پاکستان د «F-16» جنګي جټ الوتکو پلورل بند کړل او پوځي مرستې یې ورسره محدودې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن، څه موده مخکې خبرداری ورکړ چې که پاکستان خپل دریځ بدل نه‎کړي، د امریکا مرستې به ورسره بندې شي.

ټېلرسن پرون دوشنبه خبریالانو ته وویل، امریکا د افغانستان په څېر د پاکستان د راتلونکي او ثبات په اړه هم اندېښمنه ده، له پاکستان سره د امریکا د همکارۍ تعهد مشروط دی او اسلام‌اباد ته په سفر کې به دا خبره یو وار بیا پاکستاني چارواکو ته واضح کړي.

XS
SM
MD
LG