د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

دفاع وزارت: په افغانستان کې له داعش ډلې نه ځينې پاکستانۍ کړۍ ملاتړ کوي


د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزارت د سرچنیو هغه ادعا چې ګواکې د امریکا، انګلستان او هند استخباراتي ادارې له داعش نه ملاتړ کوي رد کړې.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د داعش ډلې ډېری جنګیالي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې جنګېږي د اورکزیو له قوم نه دي او له پولې هغې غاړې پاکستان نه افغانستان ته راځي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې ځينې پاکستانۍ کړۍ په افغانستان کې له داعش نه ملاتړ کوي.

دولت وزیري
دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه

تاسو به لیدلي وي د ننګرهار په شینوارو ولسوالۍ کې چې ډیورند کرښې ته نېږدې ده، تل د اورکزیو قوم او ځنیو نور راتلل او هلته ځاپرځای کېدل ترهغې چې ټول لمنځه یوړل شول، دوی له اسمان څخه نه راښکته کېږي بلکې د پاکستان له خاورې راځي او له هغې لورې یې ملاتړ کېږي، که د امریکا متحدو ایالتونو له دې ډلې ملاتړ کاوه په افغانستان کې بې د دوی څلور رهبران لمنځه نه وړل."

په درزاب کې د داعش فعالیت خلک د درملو او خوراکي موادو له کمښت سره مخ کړي

حافط واحدي په هلمند کې د اسلامي دولت ډلې نوی مشر ووژل شو

وزیري: ۵ ولایتونو کې د داعش تحرکات شته خو فعالیتونه یې ندي پراخ شوي

د پاکستان د نیوز انټرنېشنل په نوم ورځپانې اوس اوس د پاکستان د دفاع وزارت د ځینو سرچنیو په حواله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي چې داعش په پاکستان کې فعالیت نه لري او د ځینو هېوادونو استخبارات په افغانستان کې له دې ډلې ملاتړ کوي.

ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، د امریکا «سي. ای. اې» د انګلستان «ام. ای. شپږ» او د هند «ار. اې» ډبلیو» استخاراتي بنسټونه په افغانستان کې د داعش ډلې نه ملاتړ کوي.

سرچینې ورځپاڼې ته ویلي، دوی په دې باور دي چې یو شمېر استخباراتي سازمانونه د چین او پاکستان د اقتصادي اړیکو د سبوتاژ په هدف غواړي په بلوچستان کې مداخله وکړي.

داعش ډلې کلونه مخکې د افغانستان له ځتیځو ولایتونو نه سر پورته کړ او هغه مهال افغان چارواکو ویلي و چې په پاکستان کې ځینې کړۍ له دغې ډلې ملاتړ کوي.

داعشیان چې په ننګرهار ولایت کې فعالیت پيل کړ.
داعشیان چې په ننګرهار ولایت کې فعالیت پيل کړ.

د افغانستان دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي و دغه ډله چې پخوا یې شمېر زرګونو ته رسېدی د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې شمېر سلګونو ته رسېدلی دی.

خو اوس اوس په یو شمېر شمالي ولایتونو لکه جوزجان، سرپل او بدخشان کې هم د سیمه ییزو چارواکو له خوا د دغې ډلې د فعالیت خبرې کېږي.

د چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې نظر دي چې د پاکستان استخبارتي سازمان «ای. اېس. ای» په افغانستان کې د دغې ډلې ملاتړ کوي.

له دې ډلې جاوید کوهستاني وايي، مخکې تر دې د پاکستان په مرسته یو شمېر افغان او پاکستاني جنګیالي هم د عراق او سوریې جنګ ته استول شوي دي.

جاوید کوهستاني
جاوید کوهستاني

نوموړي زیاته کړه:

"یو شمېر افغان جنګیالي او پاکستاني طالبان د داعش ډلې د فعالیت په پیل کې عراق او سوریې ته تللي او د پاکستان تر څارنې لاندې په مستقیم ډول په الوتکو کې لومړی سعودي عربستان او بیا عراق او سوریې ته انتقال شوي او هلته جنګېدلي دي، یو شمېر بېرته راستانه شول چې په هغوی کې طالبانو د داعش جنډه پورته کړه، په افغانستان کې له دغه ډلې کسانو، عبدالروف خادم هم و."

پنټاګون: په افغانستان کې د داعش ډلې مشر ابوسید وژل شوی

ارګ: د داعش ډلې مشر عبدالحسیب ننګرهار کې ووژل شو

نوموړی دا نه ردوي چې ښايي په یو شمېر هېوادونو کې ځیني نورې کړۍ هم له داعش ډلې ملاتړ وکړي.

پاکستان تر دې مخکې له ترهګرو ډلو نه د ملاتړ خبره په وار وار رد کړې خو ښاغلی کوهستاني وايي، دغه ډله د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې په مستقیم ډول د پاکستان د استخباراتي سازمان تر دستور لاندې ده.

راپور: محمد حدیث پردیس

XS
SM
MD
LG