د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

نېکلسن: د تروریستانو په وړاندې به د هوايي حملو لویه څپه پیل شي


ګڼ شمېر لوېدیځو ورځپاڼو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې د افغانستان او پاکستان پر پوله د حقاني شبکې له منګلو څخه د یوې امریکايي -کاناډايي کورنۍ د ژغورولو په اړه مطالب او مقالې خپرې کړي دي.

ګارډین ورځپاڼې په دې اړه په خپله مقاله کې لیکلي دي:

پاکستاني ځواکونو د امریکا د استخباراتي معلوماتو په مرسته د چهارشنبې په ورځ په کورمه اجنسۍ کې امریکايي مېرمن کاتلن کولمن د هغې کاناډايي خاوند جوشوا بویل او د هغوی درې ماشومان له تښتونکو خلاص کړل.

ورځپاڼې ددې کورنۍ د خلاصون په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې نکل کړي دي چې ویلي دي «نن هغوی ازاد دي».

د مقالې لیکوال وايي، دا امریکايي -کاناډايي کورنۍ په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې د حقاني شبکې لخوا چې امریکا يې تروریستي سازمان ګڼي،تښتول شوې وه.

ګارډین د جوشوا بویل د پلار پیټریک بویل په حواله لیکلي دي چې دی، مېرمن او ماشومان يې د تښتونکو لخوا د موټر په ټول بکس کې اچول شوي وو او مخکې تر دې چې د پاکستاني ځواکونو او تښتونکو ترمنځ ډزې پیل شي، وروستۍ خبره چې ده واوریده هغه دا وه چې «برمته شوي ووژنی».

نیوز ویک مجلې هم پر همدې موضوع مطلب خپور کړی دی.

نیوز ویک لیکلي دي:

کاتلن کولمن او خاوند يې جوشوا بویل په ۲۰۱۲ مېلادي کال کې هغه مهال د حقاني شبکې منګلو ته ورغلل چې په افغانستان کې یوه غره ته ختل.

مجله لیکي: په څه د پاسه پنځه کلن بند کې کولمن او بویل د درې ماشومانو خاوندان شول.

نیوز ویک په دې اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا څرګندونې نکل کړي چې ویلي دي ددې کورنۍ خوشې کیدل له پاکستان سره د متحده ایالاتو په اړیکوکې مثبته شېبه ده.

د مطلب لیکوال وايي، دا امریکايي -کاناډايي کورنۍ حقاني شبکې برمته کړې وه.

دا شبکه په افغانستان کې د یوه امریکايي سرتېري بو برګډال د نیولو مسؤله هم بلل کېږي چې په ۲۰۱۵ کال کې له ګوانټانامو زندان څخه د پنځو طالب زندانیانو د خلاصون په بدل کې، خوشې شو.

ټایمز:

ټایمز ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د امریکا د هوايي عملیاتو د زیاتوالي موضوع یاده کړې ده.

ټایمز په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال نېکلسن له قوله لیکلي دی چې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو پر ضد به د هوايي بریدونو یوه لویه څپه پیل شي.

ورځپاڼه د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې په حواله وايي، امریکايي الوتکو په روان مېلادي کال کې تر اوسه پورې پر طالبانو او داعش ډلې ۳۲۳۸ بمونه او نور چاودونکي مواد کارولي دي.

ټایمز وړاندې لیکي: د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال وویل چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت د دې هېواد جوړول نه بلکې د طالبانو له منځه وړل دي.

XS
SM
MD
LG