د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

دفاع وزارت: په افغانستان کې له ۲۰ زیاتې ترورېستي ډلې فعالیت کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا مهال په افغانستان کې له۲۰ زیاتې ترورېستي ډلې فعالیت لري او په دې مسئلې د نړیوالو ټولنې په ګډون ټول خبر دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دغه هېواد کې څلور ډوله تروېستي ډلې، نړیوالې، سیمه يیزې، د پاکستان اړوند او کورنۍ ډلې فعالې دي.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوموړو ټولو ډلو شمېر د ۲۰ په شااوخوا کې یاد کړ او ویې ویل چې د نړیوالې ټولنې په ګډون ټول په افغانستان کې د دغو ترورېستي ډلو پر فعالیت خبر دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلی وزیري وایي:

"په افغانستان کې د ترورېستي ډلو شمېر نېږدې ۲۰ او یا له دې هم اوړي، نو دا مسئله ټولې دنیا ته معلومه ده چې دوی په افغانستان کې فعال دي، موږ د ټولو ډلو پر وړاندې یو شان مبارزه کوو، خو یوازې طالبان او حقاني شبکه چې افغانان دي، د هغوی پر مخ د سولې دروازې هم خلاصې دي."

د افغانستان دفاع وزارت په تېره کې هم دا خبره په وار وار کړې ده چې په دغه هېواد کې بېلابېلې بهرنۍ ترورېستي ډلې فعالې دي او نا امني یې پراخه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبري ناسته کې دا خبره رد کړې چې ګوندې په افغانستان کې ۲۰ ترورېستي ډلې فعالې دي.

تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم په کراتو دا خبره کړې چې په افغانستان کې له ۲۰ زیاتې ترورېستي ډلې فعالې دي او په افغانستان کې روانه جګړه هم د افغانانو نه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم ویلي چې د نړۍ د بېلابېلو سیمو ترورېستان په مختلفو نومونو په افغانستان کې فعالیت کوي، خو په خبره یې افغان ځواکونه یې پر وړاندې مبارزه کې برلاسي دي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

نوموړي د تېرې پنجشنبې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې دا خبرې وکړې او زیاته کې یې وه:

"د نړیوالو هوايي ځواکونو د عملیاتو په کمېدو په افغانستان کې نړیوال ترورېزم او هغو دولتونو ته چې له دوی څخه ملاتړ کوي، زمینه برابره شوه، څو مختلفې ترورېستې ډلې په بېلابېلو نومونو افغانستان ته رادننه کړي. "

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې بېلابېلې ترورېستي ډلې فعالیت کوي، خو مهم هغه یې طالبان او داعش دي.

له دې ډلې یعقوب وطنمل ازادي راډیو ته وویل:

"زه هم د چارواکو له دې خبرې سره موافق یم چې په افغانستان کې له ۲۰ زیاتې ترورېستي ډلې فعالیت کوي، خو دغه ډلې عمدتاً خپلې چارې په دغه دوو ډلو کې تنطیموي. "

په افغانستان کې د شااوخوا ۲۰ تروېستي ډلو د شتون او فعالیت خبرې چې د افغانستان د دفاع وزارت په خبره، په هغې کې نړیوالې، سیمه ییزې، د پاکستان اړوند او کورنۍ ډلې فعالې دي، په داسې حال کې کېږي چې د دغه هېواد اکثره ولایتونه نا امنه او د ژمي په رارسېدو سره هم د جګړې میدانونه تاوده دي.

خو افغان حکومت، د امریکا متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه د دغو ترورېستي ډلو په وړاندې د جدي مبارزې خبره کوي او وايي، پرې به نږدي چې دغه هېواد یو ځل بیا د یادو ترورېستي ډلو لپاره په امن پناه ځای بدل شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG