د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

غني: د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره لوړپوړي چارواکي محاکمه شوي


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره هغه لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي محاکمه شوي چې د ولس له عمومي باوره‌یې ناسمه استفاده کړې وه.

ښاغلي غني په کابل کې د «سام» یا د لوړپوړو چارواکو د ناستې په دوهمه ورځ د فساد ضد مبارزې تر څنګ، د اصلاحاتو د راوستو او له پاکستان سره د سولې په اړه هم مفصلې خبرې وکړې.

ولسمشر غني وايي، افغان حکومت تر ډېره هغه ژمنې چې د لندن او بروکسل په ناستو کې یې له نړیوالې ټولنې سره کړې وې پوره کړي، خو لاهم ډېر کار ته اړتیا ده.

ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

نوموړي زیاته کړه:

"ستاسو په مرسته مو عدلي او قضایي مرکز جوړ کړ چې دغه مرکز نه‌یوازې تر اوسه د فساد له ۳۰۰ څخه زیاتې دوسیې څېړلي بلکې د تاریخ په اوږدو کې یې د لومړي ځل لپاره هغه لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکي زندانانو ته استولي چې د ولس له عمومي باور څخه‌یې ناوړه استفاده کړې وه."

د هلمند پخوانی امنیه قوماندان «سرجنګ» په درې کاله بند محکوم شو

د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی په ۱۴ کاله بند محکوم شو

د لویې څارنوالۍ یو څارنوال په علني توګه محاکمه شو

ولسمشر غني وویل، دا چې افغان حکومت د بې‌وزلۍ د له‌منځه وړلو او د ماشومانو او مېرمنو د وضعیت په اساسي بدلون کې پاتې راغلی دا د نړیوالو نه بلکې د حکومت مسؤلیت و، خو په خبره‌یې نور به اجازه ورنه‌کړي چې دغه وضعیت دوام وکړي.

افغان ولسمشر د «سام» په ناسته کې یو ځل بیا پر پاکستان د سولې غږ وکړ.

نوموړي وویل، په ۲۱مه پېړۍ کې یو قانوني او مسؤل دولت ته نه‌ښايي چې په خاوره کې ترورېستانو ته پټن‌ځایونه ولري.

په ټوله کې د نېږدې ۴۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانو استازو ته د ولسمشر غني ډاډ دا و چې افغان حکومت به د سولې، امنیت، فساد ضد مبارزې او اصلاحاتو په برخه کې خپل مسؤلیتونه تر سره کړي.

دا درېیم ځل دی چې په کابل کې د «سام» یا د لوړپوړو چارواکو ناسته جوړېږي، تر دې مخکې افغان حکومت ویلي و چې په دغې ناسته کې به د چارو د ارزونې تر څنګ خپل راتلونکي پلانونه هم له نړیوالو سره شریک کړي.

په کابل کې د سام درېیمه ناسته.
په کابل کې د سام درېیمه ناسته.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو بیا وايي، که څه هم واقعي بدلون خورا پېچلی او ستونرمن دی، خو د افغان حکومت هڅې د ستایلو وړ دي.

نوموړی وايي، په فساد ضد مبارزه کې د ولسمشر غني او ټیم اقداماتو یې دی متأثره کړی دی.

نومړي زیاته کړه:

"د ملګرو ملتونو په استازیتوب د رامنځته شویو بدلونونو هرکلی کوم چې د ولسمشر او د هغه د ټیم له لوري تر سره شوي دي، موږ به په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړو، زه په ځانګړي ډول د فساد ضد مبارزې په برخه کې هغو هڅو او کوښښونو هیله‌مند کړی یم چې په دې وروستیو کې چټک شوي دي."

په کابل کې د امریکا تازه ګمارل شوي سفیر جان باس هم د فساد ضد مبارزې په برخه کې د افغان حکومت له هڅو مننه وکړه، خو وايي افغان حکومت د هغو ژمنو د عملي کولو مسؤل دی چې له نړیوالې ټولنې سره‌یې کړې دي.

د ښاغلي باس په خبره د افغانستان په اړه د امریکا د ستراتېژۍ تر اعلان وروسته دا باید ټولو ته واضح شوې وي چې د امریکا متحده ایالات د ثبات د ټینګښټ تر څنګ له فساد سره د مبارزې، ښې حکومتوالۍ، د قانون د حاکمیت، د بشري حقونو د ټینګښت او په نورو برخو کې تر اوږد مهاله له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG