د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

د هلمند پخوانی امنیه قوماندان «سرجنګ» په درې کاله بند محکوم شو


د هلمند پخوانی امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ
د هلمند پخوانی امنیه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ

د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسیدنې عدلي او قضايي مرکز د فساد پر وړاندې د مبارزې په دوام یو بل افغان جنرال او د هلمند پخوانی امنیه قوماندان عبدالرحمان سرجنګ په بند محکوم کړ.

خو د هلمند پخوانی امنیه قوماندان عبدالرحمان سرجنګ د ځان په اړه د محکمې پرېکړه غیرې عادلانه او ناسمه بولي.

نوموړی د دغه مرکز له لورې له دندې څخه د ناوړه استفادې او له بنده د هغو دوو پولیس سرتېرو د خلاصون په جرم په بند محکوم شو چې په فساد کې ښکېل وو.

د افغانستان د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې مشر شېر اقا منیب د شنبې په ورځ د موظف څارنوال، مدافع وکیل او د عبدالرحمان سرجنګ له څرګندونو وروسته پرېکړه داسې اعلان کړه:

"موږ درنو جرمنو ته د رسېدنې د ځانګړې لومړنۍ محکمې د قضايي ریاست غړو، د نن ورځې په علني غونډه کې، د دواړو خواوو په موجودیت او د رأیو په اتفاق، ته عبدالرحمان سرجنګ، د اجمیر زوی، د جزا د قانون د ۱۵۶ مادې له مخې، له خپل وظیفوي صلاحیت څخه د ناوړه استفادې په جرم، په درې کاله تنفیضي بند محکوم په مجازاتو کړې."

عبدالرحمان سرجنګ دوه کاله وړاندې په هلمند کې د پنځو میاشتو لپاره د هلمند د امنیه قوماندان په توګه دنده تر سره کړې ده.

پر ښاغلي سرجنګ دغه شان دا تور دی چې د بې کفایتۍ له امله یې په هلمند کې یو شمېر ولسوالۍ د وسله والو په لاس سقوط شوي هم دي.

موظف څارنوال مجیب الرحمان ادیب چې د هلمند د پخواني امنیه قوماندان پر وړاندې یې دوسیه ترتیب کړې، وايي چې سرجنګ د هلمند په مهمو امنیتي پوسټونو کې خپل کسان ګمارلي او ناقانونه کړنې یې کولې.

له دې ټولو سره سره عبدالرحمان سرجنګ بیا پر ځان لګېدلي ټول تورونه بې بنسټه بولي.

نوموړي د محکمې له پرېکړې وروسته وویل چې دی د مافیايي کړیو چې د ولسي جرګې ځینې غړي هم پکې شامل دي، د دسېسې ښکار شوی دی.

ښاغلي سرجنګ وویل:

"زه د استېناف غوښتنه کوم، که هلته هم زما په اړه عدالت تامین نه شو، بیا تمیز ته ځم، تر هغې چې ثلاثه محکمو زما په اړه فیصله نه وي کړي، زه قناعت نه لرم."

سرجنګ وايي، په هلمند کې مافیايي کړۍ خورا په زور کې دي او هر څوک یې چې پر وړاندې ودرېږي، برخلیک به یې د ده په څېر وي.

د هلمند د پخواني امنیه قوماندان مدافع وکیل وايي، د موکل په اړه یې د محکمې پرېکړه به پر نورو هغو امنیتي ځواکونو او چارواکو هم ناوړه اغېز وکړي چې غواړي د مافیايي ډلو د ناقانونه کړنو مخه ونیسي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG