د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

د تېلو په اختلاس کې د دفاع وزارت ۳ جنرالان او ۵ کارکوونکي محاکمه شول


د نېږدې ۲ میلیونو لیترو تېلو اختلاس، له قانونه سرغړونه، په چارو کې درغلي، له صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه او داسې نور، هغه تورونه وو چې د دفاع وزارت درې جنرالان، درې ډګروالان او دوه تورنان‌یې علني محکمې ته راکښل.

د دغو اته تورنو محاکمه د سې شنبې په ورځ په کابل کې د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي او قضايي مرکز د ابتدائیه محکمې له‌خوا ترسره شوه.

د قضيې په تړاو د ګمارل شوي څارنوال له‎خوا پر تورنو د الزامي دلایلو له اورېدو او د تورنو د مدافع وکیلانو له څرګندونو وروسته، د دغه مرکز د ابتدائیه محکمې رئیس شیراقا منیب، د محکمې حکم داسې اعلان کړ:

"موږ د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز قضايي پلاوی، تا محمود د اختلاس په هر مورد کې د یو کال او درې میاشتو تنفیذي حبس په تېرولو او ۹۸۲۱۵۸ امریکایي ډالرو د ورکولو په جزاء محکوم کړ."

اته واړه تورن کسان د دفاع وزارت د سوق او ادارې د مدیریت د بېلابېلو برخو مسؤلین وو.

د قضیې د څېړلو مؤظف څارنوال وویل، دوی د "۱۸۴۵۹۴" لیترو تېلو په اختلاس چې بیه‌یې یو میلیون او ۲۱۴۷۴۵ ډالره کېږي، تورن دي.

مؤظف څارنوال دا هم وویل، پر دغو کسانو دا تور هم لګېدلی چې د سوق او ادارې د دوه جنراتورونو ماشینونه چې بیه‌یې څه باندې دوه میلیونه ډالره وه، هم بدل کړي دي.

همدارنګه په تورنو کې جنرال فضل‌الله د اوو کلونو په بند، جنرال عبدالقدیر، جنرال محمد اصغر او ډګروال معروف د دوو-دوو کلونو، ډګروال عبدالعظیم د اته کالو، تورن هارون د دوو کلونو او تورن احمد جان د یو کال او یوې میاشتې بند په تېرولو محکوم شول.

د درنو جرمونو او اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پخوا تر دې هم د ځینو وزارتونو لوړپوري مسؤلین د اختلاس او اداري فساد په تور محاکمه کړي او جزا یې وراورولې ده.

کارپوهان وايي، هېواد کې د اوسني ناوړه سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت لامل اداري فساد دی او حکومت ته په کار ده چې قانون پر ټولو مجرمینو یو شان پلی کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات پر عدلي او قضايي ارګانونو ټینګار کوي چې د مجرمینو پر وړاندې جدي عمل وکړي.

دی وايي:

"د داسې محاکمو دایرول، په دې معنی ده چې افغان حکومت د قانون د پلي کولو لپاره، په لویه کچه اراده لري، په افغانستان په دغو پنځه کلونو کې دا اصل و چې یوازې غریب محاکمه کېدل. اوس که جنرال یا کوم لوی نظامي چارواکی محاکمه کېږي د محاکمو اعتبار لوړوي."

دا په داسې حال کې ده د افغانستان اکثره خلک په دولتي ادارو کې د فساد له موجودیته شکایت کوي.

سربېره پر افغانانو چې پر حکومت د فساد د مخنیوي ټینګار کوي د افغانستان مرستندویه هېوادونو او اروپايي ټولنې هم له افغان حکومته غوښتي چې د فساد پر وړاندې مبارزه جدي او پراخه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG