د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

د مدني ټولنې فدراسیون: حکومت نړیوالو ته د افغانستان رښتینی انځور نه‌وړاندې کوي


د افغانستان د مدني ټولنې فدراسیون وايي، افغان حکومت په نړیوالو غونډو کې د افغانستان رښتینی تصویر نه‌وړاندې کوي.

په داسې حال کې چې افغان چارواکي په ارګ کې د نړې له ۴۰ نه د ډېرو استازو سره پر خپلو لاسته راوړنو او پر راتلونکو پلانونو غږېږي، د مدني ټولنو یو شمېر استازي وايي چې حکومت له نړیوالو اصلي تصویر پټوي.

د افغانستان د مدني ټولنې فدراسیون مشر صدیق منصور انصاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، نړیوالې ټولنې ته ښايي چې واقعیتونه او هغه څه وارزوي چې حکومت‌یې خپلې لاسته راوړنې ګني.

صدیق منصور انصاري
صدیق منصور انصاري

نوموړي زیاته کړه:

"له نړیوالې ټولنې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دوی د افغان ملت ملاتړ وکړي نه د هغو مفسدینو ملاتړ چې د چارواکو په نوم‌یې د ملت سرنوشت غصب کړی او هر حساب‌یې پر درواغو ولاړ دی، دوی د ملت پر ځای نړیوالو ته حساب ورکوي او هغه هم پر درواغو ولاړ وي."

د ښاغلي انصاري په باور امنیتي او اقتصادي وضعیت له پخوا خراب شوی، بې‌وزلي ډېره شوې، مخدره موادو او پراخ سیستماتیک فساد لا هم د خلکو ژوند تریخ کړی او بالاخره حکومت د نړیوالې ټولنې او افغانانو سره په کړو ډېرو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

دا فدراسیون وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کې د نړیوالې ټولنې تریلیونونو ډالرو د افغانانو درد نه‌دی دوا کړی او له دې وروسته باید له شفافیت پرته دا بهیر دوام ونه‌کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغان چارواکي د تېرې ورځې راهیسې د لوړپوړي پلاوي په ناسته یا «SOM» کې له نړیوالو سره د دغه هېواد پر لاسته راوړنو او پر وړاندې یې پر پرتو ستونزو وغږېدل.

ولسمشر غني د سام د دوهمې ورځې غونډې ته په وینا کې وویل، د ملي وحدت حکومت د لومړي ځل لپاره ملکي او نظامي لوړپوړي چارواکي زنداني کړي او د شفافیت او اصلاحاتو پر لوري یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

تېرکال په کابل کې د سام غونډې انځور.
تېرکال په کابل کې د سام غونډې انځور.

هغه ومنله چې د بې‌وزلۍ او د ښځو او ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې لازم کارونه نه‌دي شوي، خو ټینګار یې وکړ چې دا وضعیت به دوام ونه‌کړي.

ښاغلي غني امنیتي وضعیت د ستونزې په توګه یاد کړ، خو ویې‌ویل چې مرګ ژوبله د وسله‌والو طالبانو له‌خوا کېږي کومې ډلې ته چې حکومت د سولې بلنه ورکړې ده.

د ماليې وزیر چې د افغان حکومت لاسته راوړنې او ستونزې یې د «سام» غونډې له ګډونوالو سره شریکولې وویل د ملي وحدت حکومت پر ځان د بسیاینې لپاره مهم اقدامات کړي دي.

اکلیل حکیمي وايي، حکومت د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالو ته ورکړل شوې ژمنې تر ډېره عملي کړي او لا کار ورته کوي.

اکلیل حکیمي
اکلیل حکیمي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د اوږدمهاله پرمختګ لپاره خپل لومړیتوبونه په نښه کړي دي، موږ د ۲۰۱۹ میلادي کال لپاره په ځان د بسیا کېدو هدف ټاکلی دی، خو له ټاکلې مودې یو کال مخکې موږ په دې باوري شوي یو چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به په ځان متکي بودجه ولرو."

له دې سره ځیني نړیوالو استازو د افغان حکومت پیل شوي اقدامات هیله بخښونکي وبلل ویې‌ویل، حکومت ته لا ډېر کارونه مخکې پراته دي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې، هم د ورته غوندو پر مهال د چارو د یو شمېر کارپوهانو او مدني ټولنو له‌خوا انتقادونه موجود و او پر دې خبره ټینګار شوی چې افغان حکومت باید په افغانستان کې د شته ستونزو اصلي تصویر له نړیوالو پټ نه‌کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG