د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

لاوروف: د امریکا ستراتیژي به افغانستان کې په ټپه ولاړ حالت رامنځته کړي


سپیني ماڼۍ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې امریکایي ځواکونه به له زماني قید پرته په افغانستان کې پاتې شي.

د سپیني ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز تېر ماښام په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د پاتې کېدو لپاره مهال ویش نه‎دی ټاکل شوی او تر ډېره د هغه هېواد پر وضعیت تمرکز کېږي.

نوموړې وویل:

"کله چې د افغانستان د ستراتیژۍ په اړه خبرې کېږي تر ډېره د هغه هېواد پر شرایطو تمرکز کېږي. زموږ جنرالان او پوځیان به حالات تشریح کړي. البته چې د دفاع وزیر جنرال جېمز مټېس د ځانګړي مهال ویش په پام کې نیولو پرته، کولی شي د جزئیاتو په اړه نظر ورکړي او ووایي چې وضعیت څنګه دی."

سارا هاکبي سندرز دغه راز وویل، د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا ستراتیژي وروستۍ هدف د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ روغې جوړې ته رسېدل دي.

د سپیني ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز
د سپیني ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي سندرز

سارا هاکبي سندرز زیاته کړه:

"هغه څه چې تاسو ته ویلی شم دا دی چې وروستۍ هدف د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ یوه توافق ته رسېدل دي چې زموږ ګټې او د امریکایانو ژوند خوندي کړي. همدا زموږ د تمرکز ټکی دی."

په افغانستان کې له زماني مهال ویش پرته د امریکایي سرتېرو حضور ظاهراً د روسیې د ناخوښي سبب شوی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبه په ورځ په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا اقدام به د افغانستان د وضعیت ارامولو سره مرسته ونه‎کړي.

لاوروف زیاته کړه:

"زموږ وزارت تر دې وړاندې هم په‎دې اړه خواشیني ښودلې وه او ویلي یې دي چې د اعلان شوې ستراتیژۍ عمده برخه پر دې ټینګار کوي چې روغې جوړې ته د رسېدو لپاره له ځواکه کار واخېستل شي. موږ باور لرو چې دا یو په ټپه ولاړ حالت رامنځته کوي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

په هغې ستراتیژۍ کې چې د سې شنبه په سهار د امریکا د ولسمشر له‎خوا د افغانستان او جنوبي آسیا په اړه اعلان شوه، پر پاکستان سخت انتقادونه شوي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل، امریکا پاکستان ته میلیاردونه ډالره مرسته کوي او هغه هېواد په خپله خاوره کې هغه یاغیانو ته پناه ورکوي چې د امریکا پر ضد جنګېږي.

د همدې انتقادونو په تړاو د پاکستان تر ټولو لوړ پوړو سیاسي او پوځي مشران د پنجشنبې په ورځ لومړنی رسمي غبرګون وښود او دا انتقادونه یې رد کړل.

په‎دې غونډه کې چې څلور ساعته یې دوام وکړ د پاکستان صدراعظم، د کورنیو چارو وزیر، د بهرنیو چارو وزیر، لوی درستیز او د پاکستان د هوایي او سمندري ځواکونو قوماندان ګډون درلود.

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې په یوې اعلامیې کې ویلي چې"څرګندې ادعاوې او د پاکستان ضد کنایې" په بشپړ ډول ردوي.

د دغه بیان په یوه برخه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف باجوه د سنا مجلس ته ولوسته راغلي چې:

"د ملي امنیت کمېټه دې پایلې ته رسېدلې چې د افغانستان جګړه د دې سبب شوې چې ډېر شمېرافغان کډوال پاکستان ته ولاړ شي، وسلې او نشه‎یي توکي پاکستان ته لار ومومي او تروریستان د افغانستان په ختیځ کې امن پناه ځایونه جوړکړي. "

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې اعلامیه زیاتوي:

"د پاکستان ضد یاغیان د افغانستان په ختیځ کې له دغو پناه ځایونو په ګټه اخېستنې عملیات کوي او په پاکستان کې دننه بریدونه کوي. "

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:

"د افغانستان جګړه په پاکستان کې نه‎شي کیدای. "

د افغانستان حکومت د پاکستان د ملي امنیت کمېټې دغو وروستیو څرګندونو ته تراوسه غبرګون نه‎دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د اسلام‎اباد ورته ادعاوې رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG