د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

کابل د مسکو ځواب کې: د امريکا شتون د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې مهم دی


افغان حکومت په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو شتون په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره مهم ګڼي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره دا خبرې د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د هغه څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلي دي بهرني پوځیان دې له افغانستانه ووزي.

ښاغلي ازاد وویل چې د کابلوف څرګندونې غیر مسؤلانه او د افغانستان په چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.

ازاد: د امريکايي ځواکونو موجودیت په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې مهم رول لري.
ازاد: د امريکايي ځواکونو موجودیت په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړه:

"په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو موجودیت په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې مهم رول لري، دوی له افغانستان سره د امنیتي ستراتیژیک تړون او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د نړیوالو قوانینو له مخې د افغان ځاکونو ترڅنګ ولاړ دی، خو دا چې روسیه په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو له موجودیته څه اندېښنه لري، دا باید دوی خپله ځواب کړي."

دا په داسې حال کې ده چې ضمیر کابلوف تېره ورځ له یوې روسيي ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې امریکا او ملګرو يې په افغانستان کې د داعش او ترهګرو په وړاندې په مبارزه کې ماتې خوړلې او باید خپل پوځيان له دې هېواده وباسي.

ضمیر کابلوف
ضمیر کابلوف

ښاغلي کابلوف دغه شان ویلي چې روسیه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له موجودیت سره ستونزه نه لري، خو دوی د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د پام وړلاس ته راوړنې نه لري.

ناټو د داعش په وړاندې د ناسمې مبارزې په اړه د روسیې ادعا رد کړه

شاه‌حسین مرتضوي: د ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې بې‌ځایه او ناسمې دي

افغانستان کې د روسیې هلې ځلې مخ پر زیاتېدو ګڼل کېږي

دغه روسي چارواکي شخصي امنیتي کمپنیو ته د افغانستان د جګړې سپارل د امریکا د ماتې په معنی بللې ده او ویلي دي چې جګړه په دې شکل نه ګټل کېږي.

امنیت شورا: د بلک واټر له لوري د جګړې مدیریت شخصي موضوع ده نه دولتي

ټرمپ وايي افغانستان ته د نورو سرتېرو لېږلو په اړه پرېکړې ته نږدې شوی

په ورته وخت کې طالبانو هم په یو سرخلاصي لیک کې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته یې لېږلی او له رسنیو سره یې هم شریک کړی له نومړي غوښتي چې امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.

طالبانو یو سرخلاصی لیک د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته لېږلی.
طالبانو یو سرخلاصی لیک د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته لېږلی.

دا لومړی ځل نه دی چې روسي چارواکي په افغانستان کې د ترورېزم په وړاندې د امریکا د جګړې د ناکامۍ خبره کوي بلکې له دې وړاندې په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکي ویلي وو نه پوهېږي امریکا په افغانستان کوم اهداف تعقیبوي چې د ترورېزم په وړاندې په جګړه کې نه بریالي کېږي.

هغه د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو چارو د کمېسیون په غونډه کې ویلي چې د افغانستان مسئله په جګړه نه حل کېږي او دوی هڅه کوي طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.

خو د یادونې ده چې دا هېواد «روسیې» له دې وړاندې له وسله والو طالبانو سره د وسلو او پیسو په همکارۍ تورن شوی او د راپورونو له مخې د افغانستان د شمال په یو شمېر ولایتونو کې د داعش وسله والو پرضد طالبان تجهیزوي هغه مسئله چې روسیې رد کړې ده.

روسیې طالبانو سره د دې هېواد د مرستې په اړه د امریکا ادعا رده کړه

چراغ: روسیه له امو سینده وړو بیړیو کې طالبانو ته وسله لېږي

چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوهان که څه هم په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ماموریت څرنګوالی د انتقاد وړ ګڼي، خو وايي له افغانستانه د یادو ځواکونو وتل نویو جګړو ته لاره هواروي.

له ډلې يې جنرال داود امین د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د امریکا او ناټو هغه ځواکونه چې له افغانستان سره د مرستې لپاره راغلل، دوی هم یو څه ستونزې درلودې خو دا نه شي کېدای چې روسان وايي دوی دې له افغانستانه ووزي ځکه دوی ناکام دي ،نو دا به یوه بله جګړه وي چې روسان به يې د خپلو ګټو په خاطر په افغانستان کې شروع کوي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، د افغانستان ناامنیو د روسيي په ګډون یو شمېر ګاونډيان هم اندېښمن کړي دي او ورنه د خطر احساس لري.

د دې جرګې غړې ارین یون وايي، امریکا باید په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د ترورېزم په وړاندې د جګړې د بریالي کېدو په هدف په خپلې ستراتیژۍ کې بدلون راولي او دغه شان په پوځي برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG