د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

مټېس: امریکا طالبانو ته د روسیې له‌خوا پر وسلو ورکولو اندېښنه لري


د امریکا جګ‎پوړو پوځي چارواکو وویل، د امریکا متحده ایالات باید د روسیې له لوري طالبانو ته د وسلو د ورکولو مخه ونیسي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس پرون دوشنبه په کابل کې وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې د روسیې پر رول اندېښنه لري.

جېمز مټېس په افغانستان کې د روسیې د فعالیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې برخه کې د امریکا اندېښنې زیاتې شوې دي.

مټېس په کابل کې خبریالانو ته وویل، هره وسله چې له بهرني هېواده دلته راوړل شي، د نړیوالو قوانینو نه سرغړونه ده.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس
د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس

ښاغلی مټېس زیاتوي:

"موږ به له روسیې سره په ډیپلوماتیکو لارو مخته ولاړ شو. چېرته چې کېږي ورسره ځو، خو که روسیه داسې یو څه وکړي چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې وي یا د هېوادونو حاکمیت ونه‌مني په وړاندې یې درېږو. د بېلګې په توګه که دلته له کوم بهرني هېواده وسله راوړل شي دا د نړیوالو قوانینو نه سرغړونه ده."

تر دې وړاندې پرون د امریکا یوه پوځي چارواکي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې روسیه طالبانو ته ماشینګڼې او نورې وسلې ورکوي.

د ده په وینا طالبان له دغو وسلو په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې کار اخلي.

روسیه د طالبانو د ملاتړ تور ردوي او وايي چې له طالبانو سره د مسکو تماسونه د خپل امنیت د خوندي کولو او د افغانستان له حکومت سره پخلاینې ته د دې سخت‎دریځې ډلې د تشویقولو تر حده دي.

له جېمز مټېس سره په خبري غونډه کې د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم حاضر و.

جنرال نېکلسن د روسیې د رول په اړه جزئیات څرګند نه‎کړل، خو ویې‌ویل، دا به رد نه‌کړي چې د مسکو په دخالت کې طالبانو ته د وسلو ورکړه هم شامله ده.

جنرال نېکلسن د روسیې د رول په اړه جزئیات څرګند نه‎کړل
جنرال نېکلسن د روسیې د رول په اړه جزئیات څرګند نه‎کړل

نوموړي وویل:

"موږ د دې همکارۍ په اړه د معلوماتو راټولولو ته دوام ورکوو او البته د دې شاهد یو چې روسیې طالبانو ته مشروعیت ورکړ. دا هغه څه دي چې تېر کال له همدې ځایه پیل شول. البته لکه څنګه چې دفاع وزیر وویل موږ د هر هغه چا ملاتړ کوو چې د پخلاینې د پروسې په ګړندۍ کولو کې له موږ سره مرسته کوي خو د هغو تاوتریخجنو کسانو مسلح کول، پاروونکي کارونه او مشروعیت ورکول چې د مزارشریف د دوه ورځې مخکې حملې په څېر حملو ته دوام ورکوي د یوې سوله‌ییزې پخلاینې ښه لار نه‌ده."

د متحده ایالاتو دفاع وزیر مټېس په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره څو ساعته وروسته له دې وکتل چې د افغانستان دفاع وزیر او لوی درستیز له دندو استعفاوې وکړې.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن په بلخ کې پر شاهین قول اردو د حملې په اړه وویل چې د ده په باور په دې برید کې له خورا پېچلي پلانه کار اخیستل شوی دی.

ده زیاته کړه، ډېر احتمال شته چې پاکستان مېشته حقاني شبکه په دې برید کې لاس ولري.

XS
SM
MD
LG