د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

شاه‌حسین مرتضوي: د ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې بې‌ځایه او ناسمې دي


افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د پاتې کېدو او یا وتلو پرېکړه افغان حکومت پورې اړه لري.

افغان حکومت د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه څرګندونې چې ګواکې د طالبانو دا غوښتنه پر ځای ده چې بهرني ځواکونه دې له افغانستانه څخه ووځي، بې‌ځایه ناسمې بولي.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناسته کې د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت او یا وتلو په اړه افغانانو ته امر وکړي.

شاه حسین مرتضوي.
شاه حسین مرتضوي.

نوموړي زیاته کړه:

"هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې افغانستان ته امر وکړي چې بهرني ځواکونه دلته پاتې شي او یا هم لاړ شي په دې اړه پرېکړه د حکومت صلاحیت دی، له ترهګریزو ډلو سره د سیمې د هېوادونو اړیکې که د هر نیت او هدف لپاره وي نه‌یوازې له سولې او ثبات سره مرسته نه‌کوي بلکې سیمې ته یو بل ګواښ هم متوجې کولای شي."

په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د طالبانو دا غوښتنه چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان څخه ووځي پر ځای ده.

ضمیر کابلوف.
ضمیر کابلوف.

کابلوف ویلي د ناټو او امریکا ځواکونه باید د یو تړون له مخې په افغانستان کې د خپل موجودیت په اړه وضاحت ورکړي او دغه‌شان د خپل مأموریت موده دې مشخصه کړي.

خو له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه په احتمالي ډول د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه اندېښنه ښودلې وه او خبرداری یې ورکړی و چې داسې یوه پرېکړه نه‌یوازې په افغانستان کې بلکې په سیمه کې په حالاتو ناوړه اغېز کوي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی د ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه بولي.

نذیر احمدزی.
نذیر احمدزی.

​د یادې جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزي وویل:

"دا د یوه مملکت په چارو کې ښکاره مداخله ده، په داسې یو حالت کې چې د یوې ډلې له پروګرامونو ملاتړ کېږي، موږ هر ورځ ورسره جنګېږو په دې لاره کې شهیدان ورکوو، موږ خپله پوهېږو چې څه وخت بهرنیان ووځي او څه وخت‌یې موجودیت اړین دی."

له بل پلوه د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار وايي، امریکايي ځواکونه د افغانستان د پرمختګ او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې پراته دي او د دوی په همکارۍ افغانان د یو نظام لرونکي دي.

خو د سیاسي چارو افغان کارپوهان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو او نه‌پاتې کېدو په اړه د روسیې د ضد او نقیض دریځ په اړه څه وايي؟

د سیاسي چارو کارپوه لطیف نظري وویل:

"دې ته په کتو چې روسیې په لومړي سر کې د امریکا له حضور سره همکاري کوله، خو یو دم یې نظر تغییر وکړ چې امریکا باید له افغانستانه ووځي دا هغه شرط دی چې طالبان تل ورباندې ټینګار کوي، دا په دې دلیل چې روسیه ناهیلې شوې ده او امریکا او ناټو د افغانستان په تحولاتو کې د روسیې حضور په رسمیت نه‌پېژني."

ښاغلی نظري دغه‌شان ټینګار وکړ چې روسیه هڅې کوي طالبان ډاډه کړي او له دې لارې په سیمه کې د طالبانو پياوړتیا ته مشروعیت ورکړي.

دی وايي، له طالبانو سربېره روسیې په افغانستان کې له یو شمېر سیاسي او قومي ډلو سره اړیکې ټینګې کړي او په دې سره غواړي خپل نفوذ پراخ او په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای پیدا کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG