د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

رادمنش: له وسله‌والو مخالفینو نه د روسې او ایران د ملاتړ اسناد نشته


وروسته له هغې چې داسې اعادوې وشوې چې ګوندې روسیه او ایران د افغان حکومت له وسله‎والو مخالفینو ملاتړ کوي، د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر اوسه د دغو ادعاوو د اثبات لپاره هېڅ ډول اسناد نه‎دي تر لاسه شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په سیمه کې د وسلو قاچاق کوونکي هڅه کوي چې وسله‎والو مخالفینو ته وسلې ورکړي او د هېوادونو تر منځ اړیکې خرابې کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"هر څوک چې زړې او دوهم لاس وسلې پلوري، مافیا او قاچاق کوونکي هغه اخلي او هغه په سیمه کې قاچاق کوي، نو دا په دې معنا نه‎ده چې دغه وسلې دې د کوم هېواد له لوري په افغانستان کې ترورېستانو باندې پلورل شوې وي، په رښتیا چې قاچاقبران او ترورېستان دغه هدف لري چې د هېوادونو تر منځ بې باوري زیاته کړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې یو شمېر سیمه‎ییزو افغان چارواکو د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه، ایران او روسیه د افغان حکومت د وسله‎والو مخالفینو په ملاتړ تورن کړي و.

چارواکي: کندز کې وسله وال مخالفین له روسیې وسلې تر لاسه کوي

له طالبانو سره د روسيې او ایران پوځي مرستو اندېښنې زېږولي

سناتوران: د طالبانو په منځ کې د ایران د ملاتړو شتون باید جدي وڅېړل شي

سرچینه: روسیه او ایران هڅه کوي څو طالبان پوځي تجهیز کړي​

د فراه د ولایتي شورا رئیسې جمیلې امیني یوه اوونۍ وړاندې ادعا کړې وه چې د دغه ولایت د کلا کاه په ولسوالۍ کې چې د ایران پولې ته نېږدې پرته ده، ایراني هلیکوپټرو د افغان دولت وسله‎والو مخالفينو ته وسلې او پیسې ورکړې دي.

مېرمن امیني ازادي راډیو ته ویلي وو چې له‎دې سره هم په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو د وسله‎والو مخالفينو له لورې حملې شوي چې افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د فراه ولایتي شورا: فراه کې ایران وسله‌والو ته پیسې او وسلې ورکوي

په ورته وخت کې د تېرې پنج شنبې په ورځ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د افغانستان په شمال کې ځینو خلکو ته وسلې ویشل کېږي چې د نوموړي په خبره، حکومت هم پرې خبر دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دې ادعا د سپیناوي په هدف پلټنې کوي.

د امنيتي چارو کارپوهان وايي، هغه کسان چې دا ډول عادوې کوي، باید افغان حکومت ته اسناد او شواهد وسپاري.

د امنیتي چارو کارپوه فریدون عبیدي
د امنیتي چارو کارپوه فریدون عبیدي

د امنیتي مسایلو کارپوه فریدون عبیدي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم چې په تېرو څو لسیزو جنګ جګړو کې، افغانستان ته زیاتې وسلې راوړل شوې چې همدا مهال د افغان دولت له وسله‎والو مخالفینو او نور ډلو سره دا ډول وسلې شته، هغه کسانو ته چې دا رقم ادعاوې کوي، زما وړاندیز دا دی چې په دې اړه له افغان حکومت سره شواهد او اسناد شریک کړي، څو د افغان حکومت له‎خوا وڅېړل شي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د هغو ادعاو په اړه چې ویل کېږي، روسیه او ایران د افغان دولت له وسله‎والو مخالفينو ملاتړ کوي او هغوی تجهیزوي، هم څېړنې روانې دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، که چېرې دغه ادعاوې ثابتې شي، افغان حکومت به جدي غبرګون څرګند کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG