د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

اجرائيه ریاست د حقاني شبکې او طالبانو په پرتله داعش جدي خطر نه‌ګڼي


د افغانستان اجرائيه ریاست د دې هېواد لپاره د حقاني شبکې او طالبانو په پرتله داعش ډله جدي خطر نه‌ګڼي.

د اجرائيه ریاست مسؤلین که څه هم داعش یوه خطرناکه ترورېستي ډله ګڼي، خو وايي چې دا ډله د دې هېواد په وړاندې د وسله‎والو طالبانو او حقاني شبکې په پرتله جدي ګواښ نه‎دی.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د پنجنشبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ټولو ترورېستي ډلو په وړاندې جدي مبارزه روانه ده او د دغو ډلو له ختمېدو مخکې به پای ته ونه‌رسېږي.

د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"داعش یوه ترورېستي ډله ده او موږ دا خطر ګورو، خو په مقایسوي ډول له طالبانو او حقاني شبکې څخه جدي ګواښ نه‎دی. اساسات او ایډیالوژي يې له افغانستان سره مطابقت نه‎لري نو په همدې دلیل به په دې هېواد کې ځای ونه‌مومي خو اړتیا شته چې له داعش سره مبارزه وشي."

اجرائيه ریاست په داسې حال کې د داعش ډله له وسله‎والو طالبانو او حقاني شبکې څخه وروسته درېیم خطر ګڼي چې دغې ډلې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ماښام په هرات کې د جوادیه پر جومات حمله وکړه چې له امله‌يې ۳۳ تنه ووژل شول او له ۶۰ ډېر ټپيان شول.

دې ډلې په روانه اوونۍ کې په کابل کې د عراق په سفارت هم حمله وکړه چې دوه تنه ملکي افغانان په‎کې ووژل شول.

داعش ډلې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د روښنايي غورځنګ د غړو په ګډون، د باقر العلوم په مدرسه، په سخي زیارت، الزهرا جومات، سردار داود خان روغتون او په یو شمېر نورو سیمو حملې وکړې چې له امله‌يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دې ډلې همداراز د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې فعالیت درلود چې حتی امریکايي پوځيانو پرې په اچین ولسوالۍ کې تر ټولو لوی غیر هستوي بم هم استعمال کړ.

سره له دې چې په لومړیو کې دې ډلې زیات فعالیتونه درلودل، خو افغان او امریکايي چارواکي د دې ډلې د ځپلو خبر ورکوي، تر دې چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند ویلیم سالوېن وویل چې په تېر یو کال کې د داعش ډلې د وسله‎والو شمېر له ۳۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ کسانو راټیټ شوی دی.

په ورته وخت کې د جګړې او سولې انسټټیوت یو شمېر غړي وايي چې باید د دښمن ترمنځ تفکیک ونه‎شي.

د دې انسټټیوټ یوه غړي حکمت‌الله عظیمي ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت په دې خاطر داعش جدي خطر نه‎ګڼي چې په دې برخه کې د روسیې او ایران اندېښنې راکمې کړي.

حکمت الله عظیمي
حکمت الله عظیمي

دی وايي:

"اوس په دې کې شک نه‌شته چې داعش تر طالب کمزوری دی، خو که داعش په همداسې حرکت مخکې ځي نو یوه ورځ به داسې راشي چې بیا به طالب او داعش یوه اندازه زور ولري او په هغه وخت کې به طالبان هم د دې توانايي ونه‎لري او یا به نه‌غواړي چې بیا له داعش ډلې سره جنګ وکړي."

ښاغلی عظیمي هم داعش ډله د وسله‎والو طالبانو او حقاني شبکې په پرتله جدي خطر نه‌ګڼي خو وايي چې په اوږد مهال کې به دا ډله خطرناکه ثابته شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG