د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

نړیوالو ځواکونو د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز قوي بمي حمله کړې


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، بهرنيو ځواکونو د پنجشنبې په ماښام په اچین ولسوالۍ کې د نورو وختونو په پرتله درنه بمباري کړې ده.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د دې بمبارۍ د تخریب او تلفاتو په تړاو معلومات ورسره لا نه دي شریک شوي، خو په خبره يې دا بمباري تر نورو وختونو ‌‌‌‌‌‌ډېره قوي وه.

بلخوا د اچین ولسوالۍ قومي مشر ملک عثمان ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي هغه معلومات چې ده سره له سیمې نه شریک شوي دا بمباري د اچین ولسوالۍ د اسدخېلو په سیمه کې ‌‌‌‌‌‌پر ‌‌‌‌‌‌ډېرې پخوانۍ او تاريخي سمڅې شوې چې په خبره يې دا سیمه د داعش تر ټولو مهم او لوی خوندي ځای و.

په ورته وخت کې یو شمېر نړیوالو رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله ويلي چې امریکايي ځواکونو تر ټولو قوي ترین بم د پنجشنبې په ماښام د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکز کارولی.

XS
SM
MD
LG