د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

هرات کې د وروستي برید په اړه نړېوالې تبصرې


ګڼ‎ شمېر لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو په هرات ولایت کې د وروستي برید په اړه چې لسګونه کسان په کې مړه او ژوبل شول، مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي:

له دې برید وروسته چې د هرات په جوادیه جومات کې پر لمونځ کوونکو وشو. قهرجنو مظاهره کوونکو د پولیسو د تالاشی پر پوسته حمله وکړه.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، که څه هم افغانستان د سوريې او عراق په مقایسه د فرقه‎يي شخړو شاهد نه‎دی خو وروستیو بریدونو افغان شیعه وګړو ته اندیښنه پیدا کړې چې هسې نه دا خونړۍ پېښې افغانستان د فرقه‎يي او مذهبي شخړو په ډګر بدل کړي.

ګارډین:

د برېتانيې چاب ګارډین ورځپاڼې د هرات د برید په اړه لیکلي :

دا حمله په داسې وخت کې شوې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان په اړه پر خپله ستراتیژي غور کوي.

ګارډین لیکي: ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پلان لري او په عین وخت کې له دې هېواد څخه د امریکايي سرتېرو په ویستلو هم غور کوي.

د مطلب لیکوال وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د هرات په جومات د چهارشنبه د شپې برید په داسې حال کې په سختو ټکو غندلی دی چې حکومت يې د امنیت په برخه کې له سختو فشارونو سره مخ دي.

ګارډین هم یادونه کړې ده چې دا برید په داسې حال کې پر اهله تشیع شوی چې افغانستان تر اوسه هم له فرقه‎يي او مذهبي شخړو څخه په امان کې پاتې دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د هرات د حملې په اړه د طالبانو د ویاند قاري یوسف څرګندونې نکل کړي چې ویلي طالبان په دې برید کې لاس نه‎لري.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ویلي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تراوسه ځان‎مرګو او وسله‎والو بریدونو او د سرک د غاړې د ماینونو په چاودونو کې ۱۷۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د واشنګټن پوسټ په باور دې مرګژوبلې او د نا امنیو پراخو پېښو د ولسمشر غني پر حکومت د خلکو باور کم کړی دی.

د مطلب لیکوال وايي، وسله‎والو په هرات کې پر جوادیه جومات دوه ورځې وروسته له هغې دا برید وکړ چې داعش ډلې په ځان‎مرګو او وسله‎والې حملې سره په کابل کې د عراق سفارت په نښه کړ.

نیوز ویک مجلې بیا د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونالډ د ټرمپ د ادارې د ستراتیژۍ په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

نیوزویک د یوه امریکايي مقام له قوله چې نوم يې نه‎دی یاد شوی لیکلي:

د سپینې ماڼۍ لپاره مهم پوښتنه د افغانستان په باب د متحده ایالاتو تعهد دی. د دغه چارواکي په خبره دا تعهد تر هغې نه پرځای کېږي ترڅو پورې چې امریکا د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتي نه‎شي او که واشنګټن د اوږدې مودې لپاره د پاتې کېدو اراده نه‎لري نو بیا دا تهعد ګټه نه‎لري او امریکا باید همدا اوس له افغانستانه ووځي.

نیوز ویک ته یوه بل لوړ رتبه امریکايي مقام ویلي:

د افغانستان لپاره په نوي سټراټیژۍ کې پر پاکستان فشار راوستول،د طالبانو پرضد د عملیاتو زیاتول، د هند او چین په څېر له سیمې ائیزو قدروتو مرسته غوښتل او د سرتېرو زیاتول او یا له افغانستانه وتل هغه انتخابونه دي چې د ولسمشر ټرمپ اداره پرې غور کوي.

نیوزویک مجلې ویلي له پراخې او جامع موافقې پرته داسې نه ښکاري چې امریکا به په روان اوړي کې افغانستان ته اضافي سرتېري واستوي.

XS
SM
MD
LG