د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د "پیو" بنسټ داعش او اقلیمي بدلون نړۍ ته دوه لوی ګواښونه بللي


د یوې نوې نړیوالې سروې په نتیجه کې دا په ډاګه شوې چې اسلامي دولت ډله یا داعش او اقلیمي بدلون تر ټولو دوه لوی امنیتي ګواښونه دي.

دا سروې د پیو «PEW» څېړندوی بنسټ له‌خوا په ۳۸ هېوادونو کې ترسره شوې ده.

که څه هم د سروې په نتایجو کې نړۍ ته متوجې ۸ لوی امنیتي ګواښونه څېړل شوي، خو د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش او اقلیمي بدلون ګواښونه د اکثرو سروې شویو هېوادونو دوه مهم او لوی ګواښونه بلل شوي دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ګواښ په ۱۸ هېوادونو کې لوړ بلل شوی دی.

په دغو هېوادونو کې تر ټولو زیات ګواښ اروپايي هېوادونو ته متوجې دی، منځني ختیځ او اسیايي هېوادونه او د امریکا متحده ایالات په ترتیب له دې ګواښ په وېره کې دي.

په اروپايي هېوادونو کې چې ډېرو یې په وروستیو څو کلونو کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې له‌خوا په‌کې مرګوني بریدونه شوي د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې له لوري ورته متوجې ګواښ ۷۴ فیصده بلل شوی دی.

د بروکسل حمله چې مسؤلیت‌یې داعش واخیست.
د بروکسل حمله چې مسؤلیت‌یې داعش واخیست.


که یوازې د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ راهیسې د داعش یا اسلامي دولت ډلې له‌خوا په اروپا کې شوې حملې وڅېړو څه باندې ۳۲۰ تنه د دوی له‌خوا په بمي، ځانمرګو حملو او وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي.

په اروپايي هېوادونو کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د داعش لویې حملې دا وې:

  • د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په ۸مه په پاریس کې د شارلي ابدو د مجلې پر دفتر حمله کې ۱۷ کسان ووژل شول.
  • په پاریس کې په بېلابېلو حملو او بمي چاودنو کې چې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۳مه وشوې ۱۳۰ کسان ووژل شول.
  • د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲۲مه په بروکسل کې بمي چاودنې وشوې چې ۳۲ تنه په‌کې ووژل شول.
  • د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۴مه د فرانسې په نیس ښار کې حمله کوونکي ګڼ خلک تر یوې لارۍ لاندې کړل، ۸۶ کسان په‌کې مړه شول.
  • د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په ۱۹مه په برلین کې د کرسمس په مارکېټ کې هم د نیس حمله تکرار شوه ۱۲ تنه ووژل شول.
  • د ۲۰۱۷ کال د مې په ۲۲ د بریتانیې په منچستر کې په یوه کنسرټ کې چاودنه وشوه چې په‌کې ۲۲ تنه ووژل شول.
  • د منچسټر انتحاري حملې مسؤلیت داعش ومانه
    د منچسټر حمله چې مسؤلیت‌یې داعش واخیست.
    د منچسټر حمله چې مسؤلیت‌یې داعش واخیست.

    سلګونه کسان په دې ټولو حملو کې ټپيان هم دي.

د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې ګواښونه په هغو هېوادونو کې چې دا ډله په‌کې چریکي او وخت ناوخته عملاً له پوځیانو سره مخامخ جګړه کوي تر ټولو لوی ګواښ بلل شوی.

سوریه، عراق، لبنان، اردن، ترکیه له دې هېوادونو شمېرل کېږي چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې ګواښ په‌کې زیات ښودل شوی دی.

که څه هم د «پیو» تحقیقاتي بنسټ په سروې کې په مشخص ډول افغانستان ته اشاره نه‌ده شوې، خو داعش یا اسلامي دولت ډلې په افغانستان کې د بېلابېلو حملو پړه په غاړه اخیستې ده.

د روشنايي غورځنګ پر لاریون د دې ډلې حمله او په ۴۰۰ بستریز روغتون حمله په افغانستان کې د داعش د مرګونو حملو دوه بېلګې دي.

په کابل کې پر یوه جومات حمله چې مسؤلیت‌یې داعش په غاړه واخیست.
په کابل کې پر یوه جومات حمله چې مسؤلیت‌یې داعش په غاړه واخیست.

کابل کې د نننۍ انتحاري حملې مسؤلیت داعش په غاړه واخیست

نړۍ ته د دوو لویو امنیتي ګواښونو دوهم متوجې ګواښ له اقلیمي بدلونونو څخه دی.

که څه هم د فرانسې په نوښت د اقلیمي بدلون او د ځمکې د تودېدو د مخنیوي د هڅو په پروګرام کې د نړۍ اکثرو هېوادونو برخه اخیستې، خو لا هم په یو شمېر هېوادونو کې اقلیمي بدلون یو لوی ګواښ دی.

په ۱۳ هېوادونو کې چې اکثر یې په لاتینې امریکا او افریقا کې دي اقلیمي بدلون لوی ګواښ بلل شوی دی.

د «پیو» بنسټ له‌خوا په دې سروې کې سایبري حملې یا د انټرنټ په وسیله د بېلابېلو هېوادونو په کمپیوټري شبکو حملې په یو شمېر هېوادونو کې درېیم ګواښ بلل شوی دی.

د کډوالۍ کړکېچ په ځینو هېوادونو کې وېرونکی بلل شوی دی.

نړیوال کمزوری اقتصاد هم په ځینو هېوادونو کې یو لوی ګواښ بلل شوی دی.

او بالاخره په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا، روسیې او چین نفوذ هم یو ګواښ دی چې د «پیو» بنسټ په سروې کې ورته اشاره شوې ده.

د دغو ټولو مهمو امنیتي او لویو ګواښونو د هواري لپاره ګڼو هېوادونو لستوڼي بډ وهلي دي، خو دا ګواښونه لا هم هغه څه دي چې په ټوله نړۍ کې میلیونونه انسانان ترې په وېره کې دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG