د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

سولې ته د رسېدو په هدف د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون نوې طرحه


د ولسي جرګې د بشري حقونو، مدني ټولنو او د ښځو چارو کمېسیون په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یوه نوې طرحه چمتو کړې چې پیل یې له ټولنیزې سولې دی.

د سولې په عالي شورا کې د ښځو تر نسبتاً پراخې ونډې وروسته چې د ښځو د حقونو د فعالانو هرکلی یې هم له ځانه سره درلود، دا ځل د سولې د ټينګښت لپاره د کلیوالو ښځو پر رول ټینګار کېږي.

د ولسي جرګې د بشري حقونو، مدني ټولنو او د ښځو چارو کمېسیون وايي چې د یوې نوې طرحې له مخې چې ولسي جرګې هم تائید کړې، له حکومته غواړي چې په کلیو او ولسوالیو کې د سولې لپاره د ښځو شبکې جوړې کړي.

د دغه کمېسیون مشرې فوزیې کوفي د شنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه جوړې شوې خبري غونډې ته وویل چې په دې طرحه کې د سراسري سولې په برخه کې د نفوس لرونکو او نوم لرونکو هغو ښځو پر رول ټينګار شوی کوم چې له مرکزه لېرې ژوند کوي.

نوموړې زیاته کړه:

"موږ یوه طرحه جوړه کړې چې ‎په هغې کې مو د سولې په برخه کې د ښځو د رول اړوند خپل ټول نظرونه شامل کړي دي، یوازې د سولې عالي شورا د ښځینه غړو رول نه بلکې د ټولو ښځو رول، موږ له همدې ځایه د وسله والو مخالفینو په میندو او ښځو هم غږ کاوو چې خپلو سړیو ته مو اجازه مه ورکوی چې هم تاسې او هم نورې ښځې قرباني کړي."

د دې تر څنګ په دې طرحه کې د سولې لپاره په ولایتي شوراګانو کې د ښځو رول اغیزمن بلل شوی او ټینګار شوی چې د دوی تاریخي رول باید بیا ژوندی شي.

دا په داسې حال کې ده چې مدني او د ښځو د حقونو فعالانې او د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو چارو د کمېسیون غړي د سولې عالي شورا په ترکیب کې د ښځو په نسبتاً پراخې ونډې خوشحاله دي.

د سولې عالي شورا په ترکیب کې چې تېره میاشت اعلان شو ۱۷ ښځې شاملې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم ټولنیزه سوله د سیاسي سولې لامل بولي وايي چې له ښځو پرته عادلانه سوله ممکنه نه ده.

د دغې شورا مرستیاله حبیبه سرابي په سولې کې د افغان شځو د رول په اړه د ولسي جرګې له نوې جوړې شوې طرحې نه د هر کلي تر څنګ وايي چې دوی لا د وړاندې په ځينو ولایتونو کې د سولې لپاره په رضاکارانه ټيمونو کار کړی دی.

نوموړې زیاته کړه:

"موږ یوه تجربوي طرحه پیل کړي ده چې وکولای شو ښځې سره راټولې او متحدې کړو خو دا ښځې باید رضاکارانه کار وکړي، باید دې ته په تمه نه وي چې یو څوک یې ملاتړ وکړي، بلکې هر څوک باید خپل رول ادا کړي."

اغلې سرابي وايي، دوی دا طرحه چې ښځې باید د خپلو ناخوالو او ویرونو د ختمېدو ابتکار په لاس کې واخلي له غور، پروان او کندهار ولایتونو پیل کړې ده.

د ښځو د حقوقو فعاله روشن څېړن وايي، دا کار به د افغاني دودونو له مخې په لومړیو کې سخت وي خو که رښتیا هم هر څوک په دې برخه خپل رول ادا کړي د سولې پیغام بدرګه کېدونکی دی.

راپور: یوسف خان ځدران

XS
SM
MD
LG