د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۸

بشري ښېګڼو کې د علماو پر تبلیغاتو د "افغانستان د علماو نهضت" ټینګار


د افغانستان د علماو نهضت د سولې ثبات، ټولنیز عدالت، د بشري حقونو په مراعتولو، برابرۍ او داسې نورو بشري ښېګڼو کې د دیني علماو تبلیغات او هلې ځلې مهمې وګڼلې.

دا خبرې "د افغانستان د علماو نهضت" مسؤلینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې، د دغه نهضت د غړو او مدني ټولنو په یوه ګډه غونډه کې وکړې.

د افغانستان د علماو نهضت رئیس سید صلاح‎الدین هاشمي وویل، د افغانستان خلک نور د جنګونو، وژنو، وینې تویولو او د هېواد د ویجاړولو زغم نه‌لري او اوس د دې وخت رارسېدلی چې دیني عالمان، حکومت او ټول افغانان په هیېواد کې د جنګ د ختمولو او د ثبات د ټینګښت لپاره یو موټی شي.

ښاغلي قریشي وویل:

"سوله زحمت او قرباني غواړي، د علماو، پوهانو او د افغانستان د ټول مسلمان او مجاهد ملت تر منځ یو پیاوړی انسجام غواړي، باید لاسونه سره یو کړي او په یوه هوډ د جنګ مخه ونیسي او څوک چې جنګ ته ادامه ورکوي، هغه ته نه‌ووایي او سولې ته کار وکړي."

افغان علما
افغان علما

د افغانستان د علماو نهضت مسؤلینو وویل، سوله د اسلام د دین هغه غوره ارزښت دی چې رښتینی عدالت، د ښځو حقونه، د قانون حاکمیت، د بشري حقونو مراعتول، برابري او یو تر بله مینه او ورورګلوي تأمینولی شي.

د دغه نهضت مسؤلینو دا هم وویل، یاد نهضت په ۱۳۹۳ لمریز کال کې فعاله شوی او تر اوسه‎یې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کړي دي.

دوی وویل، یو ځل بیا ژمنه کوي چې په هېواد کې به د سولې او ثبات لپاره هڅې جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له څو لسیزو او په تېره له ۲۰۰۱م کال راوروسته، بېلا بېلو وسله‎والو مخالفو ډلو، د افغان حکومت پر ضد جګړه پیل کړې چې تر اوسه په‌کې پر افغان امنیتي ځواکونو سربېره، لسګونه زره بې‎ګناه افغانان هم وژل شوي دي.

افغان چارواکو ویلي چې دغه جګړه د سیمې د هېوادونو د استخباراتي کړیو په لمسون او مرسته د یو شمېر افغان‌دښمنو ډلو په ذریعه، پر مخ وړل کېږي.

همدارنګه افغان دیني علماو هم ویلي چې د افغانستان په څېر د یوه اسلامي هېواد په وړاندې دا شان جګړه، د اسلام له نظره ناروا ده.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر دیني عالمان هم د وسله‎والو له‎خوا په نښه شوي او وژل شوي دي چې تر ټولو ورستۍ پېښه‎یې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د مولوي سیف‎الرحمن ستانکزي وژل وو.

په ورته وخت کې ځیني افغان مدني فعالان دا مني چې د سولې په راوستلو کې د دیني عالمانو تبلیغ مهم دی، خو د دوی په خبره، لکه څنګه چې په وروستیو شااوخوا ۱۶ کلونو کې ولیدل شول، دیني عالمانو په دې برخه کې لازمې هڅې نه‌دي کړي.

مدني فعال احمدشاه ستانکزي ازادي راډیو ته وویل:

"د علماو رول په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې مهم دی، خو څومره چې موږ وینو د علماو تر منځ یووالی نه‌شته، کومه بدمرغي او جنګ جګړې چې په افغانستان کې شته، په دې اړه هم دوی همغږي نه‌دي، ځینې پيښې چې کېږي، موږ له دغو علماو څخه حتی د تسلیت یو پیغام هم نه‌لرو."

خو د افغانستان د علماو سراسري شورا او سولې عالي شورا تل ویلي چې د سولې د ټینګښت لپاره د دوی هڅې روانې دي.

د افغانستان د علماو سراسري شورا په دې وروستیو کې د افغانستان په وړاندې د جنګ د دوام کومې فتواوې چې ځینو پاکستاني عالمانو ورکړې وې، په کلکه سره رد کړي، افغانستان‎یې یو اسلامي هېواد بللی او په وړاندې‎یې جګړه ناجایزه ګڼلې ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG