د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

بي‌بي ګل: ښځې د سولې پیغام ورکوونکې دي او مسؤلیت‌یې له کورنۍ پیلېږي


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن بي‌بي ګل غني په افغانستان کې د سولې د ټینګښت برخه کې د ښځو رول اغېزمن بولي وايي چې ښځې له کوره پیل بیا تر ټولنې پورې د سولې پیغام ورکوونکې دي.

اغلې غني دغه خبرې د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وکړي:

"ښځې د سولې پیغام ورکوونکې دي، ان له کوره د دوی د سولې رول پیلېږي او د کورنۍ غړي د سولې له لارې د ستونزو هواري ته هڅوي. کله چې غواړو سوله راوړو، ټولنه نیمه له ښځو او نیمه له نارینه‎و جوړه ده، ولې د ټولنې نیمه برخه لیرې کوئ؟ دوی هم یو لید لوری لري."

مېرمن غني تېره ورځ ارګ کې د ښځو په څلورم ملي سمپوزیم کې هم د سولې په بهیر کې د ښځو پر رول ټینګار کړی، ویلي و چې ښځې له ډول-ډول ستونزو سره مخ دي خو تر ټولو جدي یې روانه جګړه ده چې ډېره قرباني ترې اخلي.

لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني
لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني

​دې ویلي و مېرمنې باید د روانې جګړې په ختمولو کې مهم رول ولوبوي.

مېرمن غني ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د ښځو او نارینه‎و تر منځ د مساوات او برابرۍ پر خبره هم ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې له اسلامي نظره هم دا د پاملرنې وړ ده او په خبره‌یې په مساوات، برابري او یو بل ته درناوی د سولې په لور لومړنی ګام دی.

نوموړې وویل:

"په قران‌کریم کې ښځې او نارینه‎و ټولو ته د انسان خطاب شوی، موږ باید یو د بل درناوی ولرو، دا د سولې لومړنی قدم دی."

مېرمن غني که په ټوله کې که جګړه د پردیو له‎خوا په افغانانو تپل شوې بولي خو ټینګار کوي چې د جګړې دواړو غاړو ته افغانان مري او په‎کار ده چې نور د دغې جګړې د اور مخه په سولې ډب کړو.

مېرمن غني دغه‌راز زیاتوي:

"جګړه مو تېره کړه، ومو کتل چې ډېره ګرانه ده، ومو کتل چې خلک له جګړې ستړي شوي او په دې پوهېدلي چې جګړه له بدبختۍ او ویرانۍ پرته بله ګټه نه‎لري او په جګړې سره سړی هدف ته نه‌رسېږي."

دا وايي، موږ باید د جګړې له حالته بېرته سولې او امن ته وګرځو او دا هغه مهال شونی دی چې د خپلې ټولنې د هوساینې او ارامۍ په اړه فکر وکړو.

د یادونې ده چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن بي‌بي ګل غني د ملي وحدت حکومت له پیله په بېلابېلو غونډو کې د ښځو او ماشومانو د حقونو او سولې په اړه خبرې کړي خو تر ډېره‌یې فعالیتونه د ښځو د حقونو او د دوی د ستونزو د هواري په برخه کې دي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG