د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

"یوازې سوله د ښځو تعلیم او ژوند ښه کولای شي"


په خوست کې یو شمېر ښځینه مدني فعالانې د نجونو او ښځو د تعلیم د پراخیدو له پاره سوله اړینه ګڼي.

دوی وايي، که سوله وي، نجونې ښوونځیو ته تللی شي، زده کړې کولای شي، قانون او عدالت پلی کیږي او د عدالت د تامین په صورت کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه ځي.

یادې څرګندونې د چارشنبې په ورځ د خوست ښځینه مدني فعالانو په هغه ناسته کې وکړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د عامه پوهاوي د ۱۶ ورځني کمپاین په درشل کې جوړه شوې وه.

په خوست کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې کمېټې یا یو.ان.سي.ار یوې استازې محبوبه سعادت په خپلو خبرو کې وویل چې یوازې سوله د ښځو د تعلیم د ډېریدو، د قانون د واکمنۍ، پرمختګ او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي د له منځه تللو لامل کیدای شي:

"سوله د دې باعث ګرځي چې په یوه ټولنه کې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او د تعلیم سطحه لوړه بوځي، هر څوک چې په سوله کې ژوند کوي، هغه حتماً پرمختګ کولای شي، قانون هم په ښه ډول پلي کیدای شي او خلک هم په سم ډول پرمختګ کولای شي، ځکه سوله چې موجوده وي، عدالت تامیندای شي او عدالت چې تامین شي، تاوتریخوالۍ له منځه ځي."

په خوست کې په وروستیو کالونو کې یو شمېر د پاخه عمر لرونکې ښځې یا هغه نجونې چې د ښوونځي تعلیم ته لاسرسۍ نه لري، د معارف یا یو شمېر غیر حکومتي موسسو له خوا د سواد زده کړې په کورسونو کې شاملې شوي چې څه نا څه په کې لیک لوست زده کولای شي.

د یادې برنامې مشرې خاور امیري په سوله کې د ښځو رول مهم یاد کړ او ویې ویل چې دوی باید د حکومت او د هغه کسانو ترمنځ چې د نظام وسلوال مخالفین دي، د سولې په کولو کې مرسته وکړي:

"سوله چې نه وي، نه مکتب شته او نه هم د ښځو له پاره وظیفه، سوله چې نه وي په طبعي توګه به جنګ وي، هغه وروڼه چې نظام سره جنګیږي، هغوی مرور دي او ټول سولې ته ضرورت لري، موږ یوه وسیله یو چې باید دوی سره د سولې په کولو کې کمک وکړو، دوی له جنګه منصرف کړو او دوی وهڅوو چې خپلې خاورې او دولت ته راشي، ترڅو مو افغانستان او خوست جوړ شي."

د ګلالۍ په نوم یوه خوستۍ پيغله خپلې همزولي خویندې زده کړو ته هڅوي او له کورنیو غواړي چې د ښځینه قشر سره له تاوتریخوالي لاس واخلي:

"نوم مې ګلالۍ دی موږ سولې ته ډېره اړتیا لرو او غواړو چې چاپیریال مو سوله ییز وي، تر څو موږ وکولای شو چې په ارامه زده کړې وکړو، زده کړه د رڼا مانا لري، په ځینو کورنیو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالۍ شته، نو له دوی مو هیله دا ده چې له ښځو سره له تاوتریخوالي لاس واخلي."

په خوست کې د سولې شورا د عامه پوهاوي مشر سپین روان نورزی هم په خپلو خبرو کې په دې باور وو چې ښځې په خپلو کورینو تاثیر لري او دوی د نارینوو په منځ کې د سولې مفکوره خورولۍ شي:

"که زموږ خویندې په خپلو کورونو او هغه راټولیدونو کې چې دوی په کې ناسته ولاړه لري، خپلو وروڼو ته د سولې بلنه ورکړي، هغه سوله چې د ټولو افغانانو ارمان دی او غواړي چې په سوله کې ژوند وکړي، هغه به تامین شوې وي."

د یادونې وړ ده که څه هم په وروسیتو کالونو کې په افغانستان کې نجونو او هلکانو ته تر یوه بریده د زده کړو شرایط برابر شوي او خواوشا لس ملیونه ماشومان، تنکي زلیمان او ځوانان ښوونځیو ته ځي، خو لا هم د افغانستان سویل او ختیزو سرحدي سیمو کې زرګونه نجونې او ښځې له زده کړو بې برخې دي.

د دې تر څنګ په دې سیمو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي انديښنه هم پر خپل ځای پاتې شوې او د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د اعلامیې پر بنسټ د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالو په پېښو کې ۷،۳۲ سلنه ډېروالۍ راغلی دی.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG