د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

د مس عینک لرغونې سیمې چارې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شوې


د لوګر د مس عینک د لرغونې سیمې د سپړنې، څېړنې او ساتنې چارې د کانونو او پطرولیم له وزارت څخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شوې.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر وايي، له شپږو میاشتو هلو ځلو وروسته توانېدلي چې د مس عینک د لرغونې سیمې د سپړنې چارې په رسمي ډول دوی ته وسپاري.

محمد رسول باوري چې د سې شنبې په ورځ‌یې د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ په مس عینک سیمه کې له خبریالانو سره معلومات شریکول وویل چې دوی به د مسلکي اصولو په رڼا کې د سپړنې چارې پرمخ یوسي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست رسول باوري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست رسول باوري.

نوموړي زیاته کړه:

"خلکو ته ډاډ ورکوم چې موږ به د مسلکي اصولو او ارونو په رڼا کې زموږ د هېواد دغه زرینه پاڼه هغسې چې ایجابوي، په هغه ډول وسپړو وبه‌یې څېړو او خلکوته به‌یې په اړه لازم معلومات ورکړو."

ښاغلي باوري زیاته کړه چې د نړیوال بانک د پنځو میلیونو ډالرو په مرسته به په درېیو کلونو کې د سپړنې او څېړنې چارې په اتو ساحو کې مخکې یوسي.

نوموړی وایي چې له تېرو اتو کلونو راهیسې د کانونو او پطرولیم وزارت دغه چارې پر مخ وړلې.

د لرغون پېژنې په ریاست کې د مس عینک د سپړنې او کېندنې د پروژې امر وايي د دغې سیمې لرغوني اثار د کوشانیانو په دورې پورې اړه لري.

خیر محمد خیرزاد زیاتوي چې په دغې سیمه کې د لرګیو، خټو او له تیږو څخه جوړ لرغوني اثار موندل کېږي.

خیر محمد خیرزاد
خیر محمد خیرزاد

نوموړي زیاته کړه:

"لکه چې تاسې یې وینئ دغه اثار اکثره له لرګیو، خټو او له تیږو څخه جوړ شوي، موږ د هډوکو ځیني اثار پیدا کړي همدا شان ځیني زېورات پيدا شوي چې له سروزرو څخه جوړ شوي، قيمتي مرۍ هم شته چې همدا اوس په موزیم کې اېښودل شوي دي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي چې اوس هم قاچاق کوونکي له فرصت نه په استفادې لرغوني اثار قاچاق کوي.

محمد رسول باوري ټینګار کوي چې حکومت د لرغونو اثارو د قاچاق د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG