د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د پاکستان لرغونی موهن جودارو یا مړو ښار څه ډول وضعیت کې دی؟


د پاکستان لرغونې موهن جودارو سیمه.
د پاکستان لرغونې موهن جودارو سیمه.

د پاکستان په سند ایالت کې د موهن جودارو لرغوني ښار اثار د بې غورۍ له امله له منځه ځي.

د لرغونپوهانو په باور دا ښار پنځه زره کلنه لرغونتیا لري او د اوس وخت پاتې اثار یې د دې ښکارندويي کوي چې په وخت کې یې له اوسني پاکستان ډېر پرمختګ کړی و.

د مړیو دره یا د موهن جودارو ښار د حضرت عیسی مسیح له مېلاد شااوخوا دوه نیم زره کاله مخکې جوړ شوی و او دومره پرمختللی و چې ساری یې په اوسني پاکستان کې هم نه لیدل کېږي.

دا سیمه د اوسني پاکستان په سند ایالت کې پرته ده له ورانو دېوالونو هاخوا نور څه پکې نه دي پاتې، خو لرغونپوهان وايي، همدا وران دېوالونه یې د دې ښکارندوی دي چې په خپل وخت کې یې د پرمختګ یوه زرینه پاڼه یې اړولې وه.

په هماغه وخت کې دغه ښار د اوبو منظم سیسټم، د اوبو له سیسټم سره جوړ خاک اندازونه او د ژوند نورې اسانتیاوې لرلې.

لرغونپوهان له دې په اندېښنه کې دي چې د کراچۍ شمال ته پروت د لاړکانا په سیمه کې د دغه ښار اثار که ونه ساتل شي له منځه ځي او نور به د مصر او نورو لرغونو سیمو په څېر سیلانیان نه وي پرې مات.

د فرانسې خبري اژانس د یوه جرمني لرغونپوه ډاکټر مایکل جانسون په حواله ویلي چې موهن جودارو لرغونی ښار په داسې سیمه کې پروت دی چې اوبه او تودوخه یې زیاته ده که یې مخه ونه نیول شي دا ښار په کنډواله اړوي.

اخوا د پاکستان د ټکسلا ښار د موزیم مسؤل ناصرالله دند هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د موهن جودارو ښار د اثارو د ورکېدو لاملونه داسې بیان کړل:

"بدبختانه په دې سیمه کې د اوبو سطحه زیاته لوړه ده، له دې امله دغه ښار ته زیات خطر متوجه دی، د ښار خښته په کوم ځای کې چې اېښودل شوې زیانمنیږي اوبه جذبوي."

د موهن جودارو د له منځه تلو یوازیني دلایل اوبه، تودوخه او د چارواکو بې غوري نه ده بلکې خلک هم د یادې تاریخي سیمې لرغونتیا ته له پام پرته کله کله ګڼه ګوڼه جوړوي اورلوبې او ګډاوې کوي.

تېر ځل ۲۰۱۴ کال و چې ګڼ شمېر خلک په دې سیمه کې سره ټول شوي و اورلوبه او ګډا یې وکړه چې د لرغونپوهانو له انتقاد سره مخ شول او ویې ویل په دې سیمه کې داسې کارونه د یوه ناروغ په بستر د ګډا په څېر ده.

د سند ایالتي حکومت چې د دې سیمې د ساتنې مسؤلیت لري ژمنه کړې وه چې د ورته اورلوبو او ګڼې ګوڼې مخنیوی به وکړي.

د پاکستان حکومت د نړیوالو د پام د جلبولو لپاره هر کال یو نړیوال کنفرانس رابولي او پکې د موهن جودارو د خوندیتوب لپاره له هغوی مرسته غواړي.

اوس وخت لرغونپوهان له بېلابېلو هېوادونو د موهن جودارو لیدلو ته پاکستان ته ورځي او د ټکسلا ښار د موزیم د مسؤل ناصرالله په خبره دا سیمه په پاکستان کې د سیلانۍ کار رنګین کړی دی.

د پاکستان ملي موزیم.
د پاکستان ملي موزیم.

د ټکسلا ښار د موزیم مسؤل ناصرالله دند وايي:

"ډېر زیات ګټور دی، موږ که فکر وکړو د تورېزم په حساب ډېر سیلانیان راځي، که څه هم زموږ د هېواد امنیت اوس ښه نه دی خو بیا هم د موهن جودارو د لیدلو لپاره لرغونپوهانو راځي، محصلین راځي او تاریخپوهان راځي."

په ژیړین دور کې د موهن جودارو اوسېدونکي پنځه میلیونه و او د وسکانسون پوهنتون یوه غړي جانتون مارک کینوور په خبره دغه خلک د ښار پاکۍ ته سخت لېواله و.

له دې سیمې تر ټولو لویه ودانۍ چې له خاورو موندل شوې کومه ماڼۍ یا مندر نه بلکې یو عمومي حمام و.

موهن جودارو لرغونې سیمه.
موهن جودارو لرغونې سیمه.

موهن جودارو د پاکوالي او پرمختګ تر څنګ د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم شمېرل کېده.

اوسپنیز او خټین مُهرونه، سکې، سټندرډ ډبرې، سره زر او ژیړې ګاڼې، د لوبو وسایل او د ژوند نور اړین توکي د همدې سیمې له برکته پاتې دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG