د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د "م.م" فرهنګي اداره یونیسکو د فرهنګي میراثونو لیست پراخوي


د ملګرو ملتونو فرهنګي اداره یا یونیسکو غواړي د نړۍ د فرهنګي میراثونو لیست پراخ کړي.

په افغانستان، عراق، سوریه او مالي کې د لرغونو اثارو له تخریب وروسته او همدارنګه د نړۍ په نورو سیمو کې لرغونو اثارو ته پېښو ګواښونو ته په کتو د یونیسکو لپاره د لرغونو اثارو خوندیتوب سیاسي او حیاتي ارزښت پیدا کړې دی.

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري اداره یا یونیسکو به په هغه غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ په استانبول کې جوړېږي، د هغو لرغونو او تاریخي اثارو شمېر زیات کړي چې ټاکل شوې د نړیوالو کلتوري میراثونو په لیست کې شامل شي.

دا لیست به له هغو هډوکو چې ۳۵۰ میلونه کاله پخواني دي تر معمارۍ او په دې لړ کې د فرانسوي- سویسي معمار کوربوزیر د معمارۍ اثار په خپله لمن کې را ونغاړي.

په استانبول کې د جون د اته ویشتمې نېټې د هوايي ډګر له ځان وژونکو بریدونو وروسته چې ۴۵ کسان په کې ووژل شول، د ترکیې چارواکو د دې غونډې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

د نړیوالو کلتوري میراثونو د کمېټې څلورېښتمه غونډه ده چې یولس ورځې به دوام وکړي.

که څه هم تر اوسه چا د استانبول د بریدونو مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی خو ترکیې د اعتراض ګوته د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش ته نیولې.

دې ډلې په عراق او سوریې کې په تیرو څو کلونو کې ګڼ شمیر لرغونې اثار له منځه وړي دي په ځانګړې توګه د سوریې په پالمیرا او حلب ښارونو کې.

د نړیوالو فرهنګي میراثونو د ادارې مشرې ایرینا بوکوفا ویلي، هغه څه چې لرغونو اثارو ته په عراق، سوریه، افغانستان او مالي کې پېښ شول ټکان ورکونکونکي وو او د یونیسکو د لرغونو اثارو د ثبتولو لیست ته یې سیاسي ارزښت ورکړ.

د روان کال په لومړیو کې د داعش ډلې په عراق کې د ( نابو ) معبد ته چاودنه ورکړه.

په ۲۰۱۲ میلادي کال کې جهادي ډلو په تیم بوتکو کې نهه لرغونې ودانۍ چې په کې یو لرغونې جومات هم شامل و ونړولې.

داعش په سوریه کې د پالمیرا لرغونې ښار کې هم لرغونو اثارو ته درانه زیانونه واړول.

داعش سوریه کې د پالمیرا لرغونو اثارو ته درانه زیانونه واړول
داعش سوریه کې د پالمیرا لرغونو اثارو ته درانه زیانونه واړول

تر دې ټولو مخکې په افغانستان کې طالبانو د بودا ستره مجسمه په توپونو ونړوله.

طالبانو بامیانو د بودا مجسمه ونړوله
طالبانو بامیانو د بودا مجسمه ونړوله

دې پېښو نړیوالو کلتوري میراثونو ته پاملرنه زیاته کړه .

خو د فرانسې خبري اژانس وايي، په نړۍ کې د اقلیم بدلون او ښارونو ته استوګنې لپاره د خلکو ډیر ورتګ هم لرغونې اثار له ګواښ سره مخ کړي دي .

د میرمن بوکوفا په وینا د نړۍ په لرغونو کلتوري میراثونو کې د خپلو اثارو شاملول اوس د هر هیواد لپاره مهم شوي دي .

نوموړې وايي په ځینو سیمو کې داسې هډوکي چې میلونونه کاله پخواني دي او یا ځینې معمارۍ چې سوونه کاله مخکې جوړې شوې، په هغو اثارو کې شاملي دي چې د نړیوالو فرهنګي میراثونو په لیست کې زیاتیدو ته کاندید دي.

د نړیوالو فرهنګي میراثونو په اوسني لیست کې له ۱۶۳ هېوادونو څخه یو زرو یو دیرش۱۰۳۱ سیمې شاملې دي.

د نړیوالو کلتوري میراثونو اداره وايي د استانبول په غونډه کې به هغه اته څلوېښت لرغونې سیمې چې له ګواښ سره مخ دي وڅېړل شي.

ټاکل شوې په دې لیست کې به اوه نورې سیمې هم شاملې شي.

XS
SM
MD
LG