د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

تاریخي هستوپې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

په سره رود کې د بودایانو د وخت تاریخي هستوپې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

کله چې د لغمان ځمکه پای ته رسي نو د ننګرهار لومړنۍ ولسوالي سره رود راځي.

د درونټې له اوږده تونله شااو خوا یو کیلو متر د جلال اباد ښار په طرف سفر کوو او د عمومي سړک ښي لوري ته په څو کیلو مترۍ کې د بودایانو د وخت لرغوني اثار تر سترګو کیږي.

که څه هم دا اثار زیات دي، خو موږ غواړو چې له هستوپو مو خبر کړو، هستوپې هغه برجونو ته وايي پر کومو به چې د بودایانو د وخت حاکمې طبقې د خپل ښار لپاره پیرې درولې او ټول ښار به له همدغه ځایه کنټرولېده.

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بودايانو لرغونې معبدونه، هستوپې، د بهر اباد څمڅې، چهار باغ صفا، د بابر تخت، راه کلان، شاه فيض الله اغا مزار، نجم الدين اخوندزاده، د غوچکو معبدونه، د درونټې معبدونه او داسې نور تاریخي اثار موجود دي.

په نننۍ خپرونه کې به د سره رود د تاریخي هستوپو له تاریخ او ارزښته خبر شئ.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG