د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د هسکې مينې ولسوالۍ داخلي کډوال په خپلو سیمو کې امنيت غواړي


د ننګرهار د هسکې مينې ولسوالۍ داخلي بې ځایه شوي کډوال له حکومته د خپلو سیمو ډاډمن امنیت غواړي.

دغه کډوال وایي، له تېرو لسو ورځو راهیسې ورته د الوتکو په واسطه پاڼې غورځول شوي چې خپلې سیمې پریږدي.

دوی وايي، په دغو پاڼو کې له عامو خلکو غوښتنه شوې چې خپلې مينې خالي کړي ځکه امنيتي ځواکونه په دې سیمو کې ځمکني او هوايي عمليات پيلوي.

دغه کورنۍ وايي، دوی د اختر په ورځو کې د ولسوالۍ شاوخوا سیمو ته راکډه شوي نن يې لسمه ورځ ده چې مېرمنې، ماشومان او سپین‎ږيري سره لمر ته په ډاګ کې پراته دي او وايي، د دې هر مشکل ګالل يې منلي خو په سیمه کې دې ورته امنيت خوندي کړي.

دوی وايي:

"زما نوم ترکی دی، د ګاګرې اوسیدونکی یم د ګورګورې، خرکینې، ګاګرې، مريز د دې ټولو سیمو نه خلک راکډه شوي دلته سره ډاګ کې پراته یو، نه اوبه شته او نه بل څه شته موږ ته وويل چې وروره تاسو ووځئ موږ بمبار کوو.

-زما نوم فرهاد دی دا څوم ځل دی چې موږ ته وايي، تاسو ووځئ عملیات کوو موږ چې راشو یو څو میاشتې عملیات وکړي بېرته راشي او داعش ته ځای پريږدي موږ ته غم جوړ کړي موږ نه غوړي غواړو، نه وړه غواړو بس یوازې امنیت غواړو او دا سیمه دې راته امن کړي."

د هسکې مینې ولسوال سازولي بیا د داخلي کډوالو دا اداعا ردوي چې ګوندې حکومت ورته خبرداری ورکړی چې خپلې سیمې پریږدې.

نوموړی وایي، دغه کورنۍ د داعش وسله‎والو د زور زیاتي له امله کډه شوي.

دی وايي:

"دا خلک د داعش د ظلم نه راکډه شوي دوی ته چا نه دي ویلي چې ووځئ دا خلک مجبوره شوي خپل کورونه يي پريښي."

په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ قومي مشران وایي، هسکه مېنه د پاکستان سره ګډه پوله لري که حکومت یې امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونه کړي نو نه یوازې دا چې دا ولسوالۍ به سقوط وکړي بلکې نورو ولسوالیو ته هم خطر پېښدلی شي.

دوی وايي، داعش وسله‎والو ته ټول اکمالات او قاچاق د همدې ولسوالۍ له لارو کېږي.

"زما نوم خليل الرحمن شینواری دی د قومي شورا مشر یم زموږد هسکې مينې ولسوالۍ پاکستان سره پوله لري د همدې ولسوالۍ له لارې له پاکستان نه اکمالات کېږي وسلې ورته راځي او له دې غاړه بيا د لرګو او معدنونو قاچاق هاخوا کېږي.

-زما نوم فاروق همت دی، د هسکې مينې ولسوالۍ د قومي شورا غړی یم د داعش ټول مهم مرکزونه په همدې ولسوالی کې پراته دي تر ولسوالۍ پورې زموږ حکومت دی او هاخوا بیا ټول وسله‎وال دي که دا ولسوالی امن نه‎شي نورو ټولو ولسوالیو ته او ان مرکز ته يې ګواښ جدي دی. "

ولسوال سازوالي که څه هم په دې ولسوالۍ کې د داعش تر ټولو لوی مرکزونو فعاليت مني خو وايي، د ولسوالۍ سقوط هسې یو خيال دی.

ولسوال سازوالي زیاته کړه:

"داعش دلته قوي مرکزونه، ګورګورې، کلا او شيخا، درې ناوه او اوغذ دلته څلور مهم مرکزونه شته ټریننګ هم دلته ورکول کېږي خو د ولسوالۍ سقوط نه منم ما هغه بله ورځ هم والي صیب ته وویل چې اول به مرکز سقوط کوي بیا به ولسوالۍ. "

د هسکې مینې ولسوالۍ اوسیدونکي له حکومته په خپلو سیمو کې وسله‎والو پرضد د عملیاتو غوښتنه کوي خو زیاتوي چې د عملیاتو وروسته دې په سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پرځای کړي تر څو وسله‎وال بیا ونه توانېږي چې په یاده ولسوالۍ کې مرکزونه جوړ کړي.

ننګرهار - شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG