د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

ننګرهار: یوه نښته کې ۱۳داعشیان او د هسکې مېنې امنیه قوماندان وژل شوي


د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي تېره شپه شاوخوا دوه بجې د داعش وسله والو د هسکې مينې ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ له څو اړخونو ډله ییز بریدونه پيل کړل چې تر یوه ساعته يې دوام وکړ.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي د داعشيانو په دې برید کې د هسکې مينې ولسوالۍ د امنیې قوماندان شاه محمد په ګډون دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي:

"تېره شپه یوه بجه د هسکې مينې پر امنیې قوماندانۍ داعشيانو ډله ییز برید وکړ په دې برید کې ديارلس داعش وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي او په همدې ډول د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان شامحمد په ګډون پینځه پولیس شهیدان شوي او شپږ نور ټپيآن شوي دي."

خوګياڼی وايي، کله چې پر امنيې قوماندانۍ برید پیل شوی همغه مهال له مرکزه ګډ امنيتي ځواکونه د مرستې لپآره سيمې ته ورسېدلي او اوس سيمه د امنيتي ځواکونو په لاس کې ده:

"کله چې دا پېښه رامنځته شوه د والي صیب په لارښوونه سيمې ته د امنيه قوماندان په ګډون یو امنيتي لوړ پوړی پلاوی تللی اوس هلته وضعيت عادي دی او دا چې سیمې ته څنګه د داعش وسله وال ورغلي په دې اړه څېړنې رانې دي."

د داعش وسله والو تر اوسه د يادې پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې د هسکې مينې ولسوالۍ اوسېدونکو رسنیو سره په خبرو کې ويلي وو چې د ولسوالۍ زیاتې سیمې له داعشيانو سره دي خو د ولسوالۍ محلي چارواکو د معمول په څېر دا خبرې ردولې.

د هسکې مينې د ولسوالۍ په انګړ کې امنیه قوماندان او پوليس د داعش لخوا داسې مهال وژل کېږي چې دوه ورځې وړاندې د هسکې مينې ولسوال حسن خان په یوې غونډه کې ويلي چې د دې ولسوالۍ امنيتي وضعیت اتيآ فيصده ښه شوی دی:

"اوس ان شالله مشکلات نشته اتیا فیصده خاوره هم زموږ په لاس کې ده او امنيت هم اتیا فیصده زموږ په لاس کې دی دا اوس هر چاته چې ټوکه ښکاري په موټر کې دي کښېنې زه يې ضيموار یم زه تاسو ته ډاډ درکوم چې دا مشکلات په هسکه مينه کې نشته دلته چې کومې آوازې دي دا مشکلات اوس راکم شوي دي."

خو اوس پوښتنه داده چې د ولسوال په وینا د ولسوالۍ امنيتي وضعیت اتيآ سلنه ښه دی او په همدې فیصدی سیمې د دوی په لاس کې دي نو په دومره ښه وضعيت کې د ولسوالۍ په انګړ کې قوماندان او نور پولیس څنګه وژل کېږي.

هڅه مو وکړه چې د همدا موضوع د هسکې مينې ولسوال حسن خان سره شریکه کړو خو نوموړي سره د اړيکې په نيولو بريالي نشو.

د يو شمېر کتوونکو په اند ډير کله د ولسواليو مسولين هڅه کوي چې د سيمې پر حالاتو پرده واچوي او د خپل موقف د خوندي ساتنې په خاطر د ولس په سترګو کې خاورې وشيندي خو د دوی په وينا دا کار بيا د ولسواليو د سقوط لامل کېږي.

راپور:شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG