د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

داعش د خپل حضور د دوام لپاره تاکتیکونه بدل کړي


د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په منځني ختیځ او له هغې سیمې بهر د خپل حضور د دوام لپاره خپل تاکتیکونه بدل کړي دي.

درې کاله وروسته له هغه چې اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په عراق او سوریه کې په خپل سر اسلامي خلافت اعلان کړ، دغې ډلې اوس په منځني ختیځ او نورو سیمو کې د پاتې کېدو په هدف خپل تاکتیکونه بدل کړي دي.

په سوریه کې د امریکا په مشرۍ ځواکونه له اسلامي دولت ډلې څخه د رقه ښار د نیولو په لور د پرمختګ په حال کې دي.

بل‌خوا په عراق کې یوازي څو کېلو متره سیمه پاتې ده چې د عراق دوهم لوی ښار موصل له دغې ډلې ونیول شي.

عراقي ځواکونه په موصل کې د پرمختګ په حال کې دي.
عراقي ځواکونه په موصل کې د پرمختګ په حال کې دي.

له دې سره سره له اسلامي دولت ډلې څخه د عمده سیمو د نیولو خوشبیني، خبرداری هم لري، هغه دا چې دا به د دې ډلې د ختمېدو په معنی نه‌وي.

د عراق د پوځ یوه پخواني افسر صفا العبیدي د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې داعش اوس خپله وروستۍ ساه باسي خو دوی په بغداد او د عراق په نورو سیمو کې پټ مرکزونه لري چې دا ایجابوي احتیاط ته باید دوام ورکړل شي.

په داسې حال کې چې عراقي ځواکونه په موصل او نورو سیمو کې دغې ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره په ښه موقف کې دي، خو العبیدي وایي، داسې ښکاري چې داعش وسله‌وال په عامه سیمو کې د بریدونو د ترسره کولو له لارې په رسنیو کې مطرح شي.

نوموړي یو شمېر بریدونو ته په اشارې ویلي چې د اسلامي دولت ډله په خپله تبلیغاتي وسیله هڅه کوي د پام وړ وګرځي او لا نور پلویان ځان ته جذب کړي.

سعدي: داعشیان د تبلیغاتو له لارې غواړي ځوانان ځان ته جلب کړي.
سعدي: داعشیان د تبلیغاتو له لارې غواړي ځوانان ځان ته جلب کړي.

عبیر سعدي په جرمني کې د دارت موند «Dortmund» پوهنتون یوه غړې ده او د افراطي جهادي ډلو او رسنیو چارې څېړي.

دا وایي، له داعش وسله‌والو څخه د سیمو نیول د دې ډلې د اوسني جوړښت پای دی، خو هغوی به له‌منځه ولاړ نه‌شي.

سعدي وایي:

"په دې کې شک لرم چې دوی به نورې سیمي ونیسي، خو د سیمو له لاسه ورکول دوی هڅوي چې د خپل حضور بڼه بدله کړي."

د سیمو نیول یو اساس وو چې له مخې یې دا ډله تأسیس شوه.

هغوی کابینه درلوده، والیان او سلاکاران‌یې درلوده، خو د خپل فعالیت د دوام لپاره تمه ده اوس له دې پالېسۍ څخه راووځي.

د دې ډلې د ستراتېژۍ بدلېدل دوه معناوې لرلی شي.

یا به له سوریې او عراق څخه بهر خپل تشکیلات پراخوي او یا به هم دا مني چې یو بې‌کوره دولت دی.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې دغې ډلې له اوږدې مودې راهیسي لومړنی انتخاب تعقیب کړی دی.

د دې ډلې د خراسان څانګه چې پاکستان او افغانستان په‌کې شامل دي، د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې رامنځته شوه.

په فیلیپین کې داعش پلوه یاغیانو په وروستیو میاشتو کې یو شمېر بریدونه وکړه.

تر هغه دمخه دوی د منځني ختیځ په هېوادونو لکه مصر او لیبیا کې خپل فعالیت پیل کړ.

د دوهم انتخاب لپاره چې باید د سیمو لاندې کولو فکر پرېږدي او پر ځای ېې انتقامي بریدونه پیل کړي، د سعدي په خبره دوی پر ټولنیزو رسنیو خپل فعالیت ډېر کړی څو پلویان مخصوصاٌ ځوانان ځان ته جذب کړي.

د تېر کال یو شمېر بریدونو وښودله چې برید کوونکو په یوازي سر کار کړی دی.

دوی هڅول شوي وو، خو مستقیماً د اسلامي دولت ډلې له‌خوا یې امر نه‌و اخیستی.

په همدې حال کې دغې ډلې د ناکامیو د زغملو لپاره د خپلو پلویانو لپاره د خبرو لحن بدل کړی دی.

په اګست میاشت کې په خپلې النبا «al-Nabaa» مجله کې اسلامي دولت نومې ډلې پر خپلو پلویانو غږ کړی و چې خپلو بریاوو او ماتو ته د ښه او بد تر منځ جګړې په پراخ انداز کې وګوري او دا په یاد ولري چې"د خدای د دښمنانو سره د مبارزې د دوام عزم رښتونې بریا ده."

XS
SM
MD
LG