د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

خوګیاڼی: تر اچين وروسته نورو ولسواليو کې هم داعش-ضد عمليات پيل شوي


د ننګرهار چارواکي وايي، د داعش ډلې پرضد به په نورو ولسواليو کې هم پوځي عمليات وشي.

د ننګرهار ولايتي اداره وايي، په اچين ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو له خوا د لوى بم له غورځولو وروسته د داعش ډلې پرضد په نورو سيمو کې هم پوځي اقدامات شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ننګرهار د والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د دغه ولايت مخورو، ديني عالمانو او قومي مشرانو پرون په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ننګرهار پر وضعيت او هلته د داعش او نورو دولت ضد ډلو خلاف د نورو پوځي اقداماتو پر اړتيا خبرې وکړې.

د ولسمشر مرستيال وياند دوا خان مينه پال تېره شپه په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

"ټولو قومي مشرانو په يوه خوله وويل چې دوى د داعش او ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې هر ډول قربانۍ ته تيار دي، د افغانستان ولسمشر ترورېزم يوازې د افغانستان لپاره نه بلکې د سيمې او نړۍ لپاره خطر وباله، په دې برخه کې يې د دولت جدي اقدام چې د ترورېزم د سرکوب لپاره دى، څرګند کړ."

د جمهوري رياست په اعلاميه کې ويل شوي چې په پرونۍ کتنه کې قومي مشر ملک عثمان د ننګرهار په شپږو ولسواليو کې د داعش ډلې ظلمونه ياد کړل او ويې ويل که ولس د دې ډلې مخنيوى نه واى کړى، دا ډله به تر دې لا غښتلې وه.

د ننګرهار دغه مشران په داسې حال کې له ولسمشر سره ګوري چې امريکايي ځواکونو ٩ ورځې مخکې په اچين ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر پناه ځايونو تر ټولو لوى خو غير اټمي بم وغورځاوه.

د ننګرهار چارواکي وايي، په هغه پېښه کې د داعش ډلې څه کم ١٠٠غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي، په اچين ولسوالۍ کې تر هغه بمي بريد وروسته په نورو ولسواليو کې هم د داعش ډلې د جنيګاليو پرضد پوځي عمليات شوي دي.

عطاالله خوګیاڼی.
عطاالله خوګیاڼی.

نوموړي زیاته کړه:

"په نازيانو ولسوالۍ کې هم د داعش پر مرکز [څو ورځې مخکې] يو هوايي بريد وشو چې هلته د دې ډلې ٧ وسله وال ووژل شول چې ډېرى يې بهرنيان وو، د حمزه په نوم دغه عمليات د ننګرهار په هغو ولسواليو کې کېږي يا پيل شوي، چې هلته د داعش حضور وي، په ټوله کې موږ د داعش د له منځه وړلو لپاره پوځي عمليات پيل کړي دي، هرځاى کې چې داعش حضور ولري، هلته به ځمکني او هوايي عمليات کېږي، دم ګړى مو په چين کې ځمکني عمليات روان دي، خو هوايي عمليات مو په نازيانو، هسکه مېنه او هغو سيمو کې چې داعش حضور ولري، ترسره کېږي."

د امريکا دفاع وزير جيمز متېس ويلي د امريکا دفاع وزارت به دا راز افشا نه کړي چې په اچين ولسوالۍ کې تر ټولو لوى غير اټمي بم څومره تلفات اړولي دي.

د افغانستان پوځي مقامات وايي، په دې حمله کې د داعش په شا او خوا سلو وژل شويو غړيو کې د هغوى مهم قوماندانان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG