د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

توره بوړه کې دا ځل د سپین بیرغ پر ځای د تورې جنډې ګواښونه


د داعش وسله والې ډلې له لوري د تورې بوړې له نیولو وروسته د پخوا په څېر یو وار بیا د وسله والو په پټنځایونو د دغه سیمې د بدلېدو ویره، خو دا ځل د سپین بیرغ پر ځای د تورې جنډې ګواښونه.

توره بوړه په پوځي لحاظ د ننګرهار هغه ستراتيژیکه نقطه ده چې نه یوازې ننګرهار بلکې لوګر، پکتیا او حتی کابل ته ترې جدي امنیتي ګواښ پېښېدلی شي.

د راپورونو پر بنسټ داعش وسله‎والې ډلې د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې له وسله‎والو طالبانو سره تر نښتې وروسته د تورې بوړې سیمه نیولې ده، خو د افغانستان دفاع وزارت یې دومره جدي نه ګڼي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دښمن، که په توره بوړه یا بل هر ځای کې وي وبه ځپل شي.

وزیري: دښمن، که هر ځای کې وي وبه ځپل شي.
وزیري: دښمن، که هر ځای کې وي وبه ځپل شي.

دی وايي:

"توره بوړه هم د افغانستان خاوره ده، لکه په اچین کې چې د دوی مرکزونه له‎منځه یوړل شول په توره بوړه کې هم له منځه وړل کېږي، تورې بوړې معنی خو دا نه‎ده چې دا د ځمکې لاندې یا په هوا کې کوم ځای دی، زموږ قطعاتو همدا اوس هلته هوايي بریدونه روان کړي دي؛ موږ کولای شو چې په توره بوړه کې د دوی مرکزونه له‎منځه یوسو په هېڅ صورت دوی ته اجازه نه ورکوو چې په هېڅ ځای کې مرکزونه جوړ کړي."

دفاع وزارت وايي چې افغان وسله‎وال ځواکونو د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې هم د دغه ډلې پرمختګونه ځپلي او لسګونه داعش وسله‎والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچينه:داعش وسله واله ډله د ننګرهار تورې بوړې ته رسېدلې

خوګیاڼی: په ننګرهار کې دوه تنه داعشيان نیول شوي

توره بوړه د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ پورې اړوند د سپین‎غر په لمن کې پرته سیمه ده چې د لویو څمڅو په درلودلو سره ترې وسله‎وال د یو قوي سنګر په توګه کار اخیستلی شي.

له دغه سیمې د روسانو د یرغل په کلونو کې مجاهدینو د روسانو خلاف د قوي مرکزونو په ډول ګټه اخېسته، له هغې را وروسته دا سیمه د القاعده د مشر اسامه بن لادن استوګنځای هم پاتې شوی دی چې اوس ـ اوس هم دولتي ولکه پرې ډېره نه وه او د راپورونو پر بنسټ وسله‎والو طالبان پرې واکمن وو.

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو ویلي چې د ننګرهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د داعش د جنګیالیو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د تېرې شنبې په ورځ په دغه جرګه کې د ننګرهار ولایت استازي حاجي ظاهر قدیر په‎دغه ولایت کې د داعش د پیاوړتیا او د تورې بوړې د نیولو خبرداری هم ورکړی وو.

په ورته وخت کې په سیمې کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د دغه سیمې پر اهمیت ټینګار کوي وايي، دولت باید په دغه سیمه کې داعش ډلې ته د ځای پر ځای کېدو فرصت ور نه‎کړي.

محمد انور سلطاني ازادي راډيو ته وویل چې د داعش ډلې له‎خوا د تورې بوړې نیونه ټول ننګرهار او حتی یو شمېر ګاونډيو ولایتونو ته هم جدي امنیتي ګواښ پېښولی شي.

افغان کارپو محمد انور سلطاني
افغان کارپو محمد انور سلطاني

نوموړی وايي:

"دغه مرکزونه په ستراتیژیک لحاض باندې د دوست او دښمن دواړو لپاره د یو خاص پوځي اهمیت څخه برخمن دي، نو اوس چې داعش د دغه موقعیت څښتن شوی دی دا په حقیقت کې د ټول ننګرهار د نیولو لپاره یوه مستقیمه کیلي ده."

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش په مرکزونو امریکايي پوځيانو د نړۍ تر ټولو ستر غیر هستوي بم استعمال کړ چې د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په‎کې لسګونو داعش وسله‎والو ته مرګ ژوبله واوښته.

له دې وروسته افغان ځانګړو ځواکونو د دغه ډلې پرضد خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړ او د داعش ډلې د ځپلو خبر یې ورکړ.

خو د چارو کارپوه محمد انورسلطاني دغو ټولو اقداماتو ته د شک په سترګه ګوري وايي چې که د داعش ډلې پر وړاندې جدي اقدامات ونه شي نو د لا پیاوړې کېدو ویره یې موجوده ده.

راپور : اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG