د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

ګارډین: د«بمونو د مور» اغېز لکه څنګه ویل کېدل هغه سې نه و


جېنز خپرونه چې د امریکا د پوځ خبرونه خپروي، په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې په ننګرها رکې د داعش پر پناه ځایونو د امریکا د پوځ له وروستۍ زورورې هوايي حملې سره ،دا ډله لا هم په دې سیمه کې فعالیت لري.

د جېنز خپرونې په لیکنه، د اسلامي دولت وسله والې ډلې د "خراسان ولایت" څانګه په ننګرهار کې فعاله ده.

د جېنز خپرونه په لیکنه، په اچین کې د داعش پر پناه ځایونو د تر ټولو لوي غير اټمي بم استعمال د امریکا د پوځ تاکتیکي بری و خو د "خراسان ولایت" ملا یې نده ورماته کړې.

دې ډلې ته زیات تاوان ورسېد خو په سیمه کې یې خپل نور مرکزونه ساتلي دي.

دا ځکه چې دجېنز خپرونې په لیکنه، په ختیځ افغانستان کې د "خراسان ولایت" وسله والو په داسې سیمو کې مرکزونه جوړه کړي چې صعب العبور دي او پیاده ځواک نشي ور رسېدلائ.

له بله پلوه، د جېنز خپرونې په باور، داعش په ننګرهار او شااوخواسیمو کې د خلکو په استخدام کې سهولتونه لري او له نورو ډلو سره د انعطاف له لاري، خپلې هڅې جاري ساتلائ شي.

ګارډین:

د بریتانيې ګارډین ورځپاڼې هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکا بمي حمله د هغه هېواد د پوځ تاکتیکي بری بللی دی.

ګارډین لیکلي، دا پوښتنه شته چې امریکا ولې د دې بم د استعمال پریکړه وکړه؟

د ورځپاڼې په لیکنه، حتی د امریکا په پوځ کې دا سوال کېږي چې ولې له دې بمه کار واخیستل شو؟

د امریکا پوځ د اپرېل په دیارلسمه، د اچین ولسوالۍ په اسد خېلو کې د داعش پر پناه ځایونو د خپل لوي، غیر اټمي بم حمله وکړه.

دې بم ته دامریکا پوځ د "ټولو بمونو مور" نوم ورکړی دی.

افغان چارواکو وویل چې په دې حمله کې د داعش ۹۴ غړي ووژل شول او ملکي وګړو ته یې هېڅ زیان نه دی رسولی.

ګارډین لیکي، په یوه نوې څېړنه کې معلومه شوې چې د دې بم ضربه او اغېز تر هغه کم و چې مخکې اټکل شوی و.

ګارډین د السیس په نوم د جغرافیايي مطالعاتو د مرکز په حواله لیکلي چې د بم په ۱۵۰ مترې کې ۳۶ ودانۍ او ۶۹ ونې له منځه تللې دي.

دالسیس مرکزتر حملې وروسته، د درې بعدي کمرو او سټلایت دستګاوو په مرسته، د سیمې عکسونه او فلمونه واخیستل او خپاره یې کړل.

دا معلومات د سیمه ییزو چارواکو له خبرو سره فرق لري.

سیمه ییزو چارواکو ادعا کړې وه چې د بم په درې زره متره واټن کې هم کورونه ویجاړ شوي وو.

خو ګارډین لیکی، د داعش پر تونلونو او مرکزونو د امریکا د حملې یو هدف ښايي دا و چې د سیمې خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.

خو د ورځپاڼې په لیکنه، په سیمه کې وضعیت له تشنجه ډک دی اوجګړې لا پاي ته نه دي رسېدلې.

د امریکا حکومت تراوسه د دې حملو د خسارې او تلفاتو په اړه دقیق معلومات نه دي خپاره کړي.

د ورځپاڼې په حواله، په افغانستان کې د امریکا پوځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې د حملې د تلفاتو دقیقه شمېره نه ده خپره کړې، ویلي چې هغه سیمه خطرناکه ده او امریکايي ځواکونه تر دې زیات مهم کارونه لري چې باید سرته یې ورسوي.

XS
SM
MD
LG