د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۰

سرچينه:داعش وسله واله ډله د ننګرهار تورې بوړې ته رسېدلې


د پچيراګام ولسوالۍ څخه یوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وويل داعش وسله وال د اګام له لارې تورې بوړې ته ورسېدل او اوس د خوګياڼو د وزیرو تنګي په سیمه کې له طالبانو سره يې مخامخ جګړه روانه ده.

د ننګرهار ولایتي چارواکي دا مني چې داعش هڅه کوي توره بوړه ونيسي، خو د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډیو ته وویل چې داعش وسله وال د تورې بوړې سیمې ته نېږدې شوي دي اما نيول شوې نه ده.

خوګیاڼی: داعشیان توري بوړي ته نږدې شوي خو نیولې یې نه ده.
خوګیاڼی: داعشیان توري بوړي ته نږدې شوي خو نیولې یې نه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"داعش وسله وال په پچيراګام ولسوالۍ کې د تورې بوړې سیمې ته نېږدې شوي دي، خو تر اوسه تورې بوړې ته نه دي رسېدلي."

نوموړی وايي، د داعش وسله والو د ځپلو په موخه ولایتي ادارې بېړني عمليات پلان کړي او ډېر ژر به یاده ډله د ځمکنيو او هوايي عملیاتو له لارې وځپي:

"نن به عملاً په چپرهار او پچيراګام ولسواليو کې د ولایت مقام په وړاندیز او د ولسمشر حکم په اساس ځانګړي عملیات پيل شي چې هم به ځمکني قوتونه برخه لري او هم به هوايي ځواکونه برخه په کې ولري."

د سیمې خلک وايي، کله چې د داعش د جګړې لمن تر خوګياڼو ورسېده له یادو سیمو څخه په سلګونو کورنۍ نورو سیمو ته راکډه شوي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ هم شااوخوا پنځه سووه کورنۍ د پچيراګام ولسوالۍ څخه نورو سیمو ته کډه شوې وې.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG